د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وائې، قواو ئې نن دشنبی په ورځ افغانستان په جنوب کې دیاغی طالبانو په هدفونو باندی رسا بمباری وکړه


ناټو په یوه اعلامیه کې وویل، په دغه ماموریت کې دهغه مشکوک ترورست موټر په نخښه شوی وچې گمان کیږی دالوتکوضد وسلی ئې پکې انتقالولی . دا تراوسه پوری معلومه نده چې پدی بمباری کې چې دهلمند په ولایت کې شوی، دتلفاتو اندازه به څومره وی . دغه حمله دناټودحملی په لومړی هفته کې چې دافغانستان په جنوب کې ئې دطالبانو په خلاف ئې پیل کړیده . له بل پلوه دافغانستان په ختیځ کې مقامات وائې ،دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دامنیتی چارو څلورافغان ماموران ووژل شول . ماموران وائې،دا چاودنه دپاکستان سرحدته نژدی دخوست په ولایت کې شویده . پرون دجمعی په ورځ دافغانستان په جنوب کې دحکومت طرفدار قبائلی مشر ملا نقیب موټر ته داسی بم ایښودل شوی وچې په ریموټ کنټرول خلاص شو. ملانقیب اودهغه دکورنی ځینی غړی او ساتونکی ئې په دغه چاو دنه کې زخمیان شول او لږترلږه دوه تنه نورپکې وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG