د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د هغوکسانو سره په تماس کې دی چې گمان کیږی دایټالی ژورنالست ئې تښتولی دی


ښاغلی دالیما پرون ددوشنبی په ورځ دتماس دخبرو په باره کې څه نه وویلی،. هغه وویل، ایټالیه د‏(‎ ډانیل ماسټروجیاکومو ‏)‎ دخوشی کولولپاره د شرائطو په برابرولوباندی کارکوی. افراطی طالبان وائې، دوی دتیری دوشنبی په ورځ دهلمند په ولایت کې ماسټرو جیاکوموونیو. طالبان وائې، دغه خبریال اقرارکړیدی چې دی جاسوس دی . مگردهغه ورځپاڼی ‏(‎لا ریپبلیکا ‏)‎ دغه تور په کلکه ردکړیدی . په پاکستان کې دیره افراطی طالبانوددغه خبریال دخوشی کولو په بدل کې له افغانستان نه دایټالی عسکرو دایستلواو ددوی ددرو خبریالانو دآزدولو غوښتنه کړیده . ایټالیه په افغانستان کې دناټو په قواو کې ‏(‎١٨٠٠ ‏)‎ عسکرلری . تیره هفته دایټالی پارلمان د افغانستان کې ددغه هیواد دعسکرود مودی اوږدول منظورکړل .

XS
SM
MD
LG