د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بلوا پولېسو په لاهو ر کې هغه مظاهره چې وکېلانو تنظېم کړې وه  گډه وډه کړېده


د پاکستان د بلوا پولېسو په لاهو ر کې هغه مظاهره چې وکېلانو تنظېم کړې وه گډه وډه کړېده. له دې مظاهر ې سره په ټول پاکستان کې د حکومت د هغه اقدام خلاف وکېلان ملگرى سوى وو چې ېو عالېرتبه قاضى ېې له وظېفى نه موقوف کړېدى. عېنى شاهدان وايي پولېسو هغه وکېلان چې ددوشنبى په ورځ ېې مظاهره کوله په کوتکو ووهل او دهغو ې مظاهره ېې خوره کړه. د وکېلانو مظاهره د لاهور د سترې محکمى دفتر ته نېژدى کېدله. عېنى شاهدان داهم وايي چې ېو شمېر مظاهره چېانو پر پولېسو باندى د کاڼو گوزارونه وکړل. په دغه اخ او ډب کې تقرېبا شل تنه زخمېان شول. مظاهره چېانو د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف په دې محکوم کړ چې د سترى محکمى د مشر قاضى افتخار محمد چودهري د برطرفى امرېې د جمعى په ورځ ورکړى و. وکېلان او قانونپوهان واېې چې د دې حکم په ورکولو د پاکستان د محکمى پر استقلال او ازادى باندى تېرى شوېدى. وکېلانو د محکمى د غونډو سره مقاطعه کړېده. جنرال مشرف په قاضى چوهدرى باندى دا تور لگوى چې له خپل صلاحېت نه غېر قانونى گټه اخلى. هغه وايي چې حکومت ته د هغه خلاف ډېر شکاېتونه رسېدلى دى. خو د شکاېتونو په باب تفصېل ندى ورکړل شوى. د پاکستان د قاضېانو ېوه غونډه به د سه شنبى په ورځ د قاضى چوهدرى افتخار محمد په قضېه باندى غور وکړ.
XS
SM
MD
LG