د لاس رسي وړ اتصالات

داسترالېا لومړي  وزېر جان هاورډ هغه پېشنهادونه رد کړېدى چې وايي له جاپان سره به دده د هېواد نوى نظامى تړون داسترالېا اړېکى له چېن سره خرابى کړي


استرالېا په دې غور کوى چې په اسېا کې ډېر اثر اورسوخ ولرى. هغه امنېتى تړون چې له جاپان سره د سه شنبى په ورځ لاسلېک شوى په دې برخه کې ېوبل مهم امنېتى قدم گڼل کېږى. د استرالېا لومړى وزېر جان هاورډ په دې برخه کې دوه اندېښنى لرى او هماغو دې کا رته هڅولى دى. اوله اندېښنه داده چې دى غواړى له خپلو سېمه ئېزو گاونډېو سره د ترورېزم خلاف د خپل حکومت همکارى زېاته او قوى کړى. دوېمه مسله هغه قوى تجارتى اړېکى او گټى دى چې په هغو هم غور وکړى. له اسېا سره تجارت داسترالېا داقتصاد ى ژوند لپاره د وېنى حېېثېت لرى. داسترالېا دمالونو او نور و خدماتو لپاره جاپان ډېر سترصادراتى مارکېټ دى. رپوټ وايي چې له جاپان سره دفاعى تړون نه وروسته توقع داده چې د ازاد تجارت په باب هم ددواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه وشى. د استرالېا مخالف سېاستمداران دا اندېښنه لرى چې له جاپان سره دفاعى تړون به له چېن سره د استرالېا په زېاتېدونکېو او پراخېدونکېو اړېکو څه ډول اغېزه ولى. د استرالېا لومړى وزېر، ښاغلى هاورډ ددې خبرو په ځواب کې ډېر محتاط دى او په دې ټېنگار کوى چې له توکېو سره نېژدى اړېکى ددى مانا نلرى چې له چېن سره په اړېکو باندى به بده اغېزه وکړى. ښاغلى هاورډ په دې باب داسى وايي : (... زه فکر نه کوم چې چېن به په دې برخه کې دوامدار حساسېت ولرى. که داسى وى هم نوتردى به ډېر دوامدار حساسېت نه وى لکه څومره ېې چې چېن زموږاو دامرېکا د نېژدى روابطو په مقابل کې لرى. استرالېا دا څرگنده کړېده ده چې له جاپان سره به ددوى امنېتى تړون لکه څنگه چې ددوى خارجه وزېر وېلى دى، دنظامى عملېاتو ډېره تهاجمى او خطرناکه جنبه ونلرى. دغه تړون به زېاتره له ترورېزم سره د مبارزى ، ژغورنى او خېرېه مرستو د ورکولو او رسولو جنبى ډېرې ولرى. ددى توقع هم شته چې د شمالى کورېا د اټومى خطر په مقابل کې به ډېره همکارى موجوده وى. جاپان له شمالى کورېا سره دوستانه اړېکى نلرى او داسى فکر کېږى چې د شمالى کورېا د توغندېو او اټومى وسلو خطر به زېات همدغه هېواد ته متو جه وى. د جاپان لومړى وزېر شنېزو ابى وايي له استرالېا سره امنېتى تړون به دا سېا او پاسېفېک د ټولې سېمى له ثبات سره مرسته وکړى. هغه له دېنه انکار وکړ چې دا تړون د چېن د نظامى قدرت د زېاتوالى او انکشاف په مقابل کې د ځواب په ډول منځته راغلى دى. رپوټ وايي دا لومړى ځل دى چې جاپان له امرېکا نه پرته له بل هېواد سره دفاعى تړون لاسلېک کوى.

XS
SM
MD
LG