هغه ایټالوئ خبریال چی په افغانستان کی طالبنو نیولی دی ، په هغه ویدیو کی خبري کولې چی د ژغورني د چارو یوې غیر حکومتي ادارې تر لاسه کړې ده.
د اضطراري حالاتو په نامه د مرستو رسولو دغي ایټالوۍ مؤسسې په یوه بیانیه کی وویل چی د ژورنالیست دانیل ماسترو گیا کومو دغه ویډیو ټېپ ، د چهارشنبې په ورځ ورسیدلی دی. په ویډیو کی دانیل وایی چی «نن د مارچ د میاشتي ١٢ مه ده ، او په افغانستان کی د سهار اته بجې دي.
» هغه وایی چی جسمي حال یې ډیر ښه دی او هغه د ایټالیې حکومت ته خواست کوی چی دده د خلاصیدو هڅه وکړی.
یاغي طالبانو دغه ژورنالیست تیره هفته ، د هلمند په ولایت کی ونیو. طالبان وایی چی هغه په دې اقرار کړی چی جاسوس و. مگر د هغه ورځپاڼی دا خبره رد کړې ده. د ایټالیې حکومت ویلي دي چی دوی باور لري چی دانیل ژوندی دی ، او د هغه د خلاصیدو هلي ځلي کوی.