د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش ښاغلئ خلیل زاد په ملگروملتونو کې دامریکا راتلونکی دائمی نماینده انتخاب کړیدی


سفیرخلیل زاد وائې، له هغه وخت نه چې په بغداد کې امنیتی پلان پیل شویدی چې دامریکا په زرگونو اضافی عسکرئې ملاتړکوی، دعراقیانوپه کړووړو کې گټور بدلون وینی . ښاغلئ خلیل زاد وائې: ١ دوی غواړی چې اساسی بدلون ووینی . مگرزه فکرنه کوم چې دخوشبینی وړاساسی بدلون راغلی وی مگرد دوه دری میاشتوپخوا په مقائسه دپخوا په نسبت دبغداد په لارو کوڅو او برخوکې ډیره خوشبینی څرگندیږی . سفیر خلیل زاد دمشرانو دجرگې دبهرینو روابطودجرگه گې استماعیه غونډی ته وویل، امریکا ته پکاردی چې دعراق په باره کې داسی څه غوره کړی چې دی ورته نازکه متوازنه دریځ وائې. هغه وویل، له یوې خوا امریکا ته پکاردی چې په عراقیانو فشارراوړی چې ضروری سیاسی روغه جوړه وکړی چې په هیواد کې سیاسی ثبات راشی . له بلی خوا امریکا ته پکاردی چې مخکې لدی نه چې عراقی امنیتی قواوی دخپل هیواد دامنیت دساتلو جوگه کیږی ،خپل عسکر له دغه هیواد نه ونه باسی . هغه دناوړو عواقبو خبرداری ورکړکه امریکا له عراق نه خپل عسکرژر اوباسی . ښاغلئ خلیل زاد وائې: ٢ پدی کارسره به تاوتریخوالی پراختیااومومی . زمادشخصی لیدنو کتنونه داسی ښکاری چې څه پیښیږی هغه خطر لری او زه نه پوهیږم که موږیا نورڅوک داسی لاری ولټوو چې دهغې له مخی بشری بحران او تاوتریخوالی ته اجازه ورکړل شی چې پیښ شی . دتیری یکشنبی په ورځ په بغداد کې بین المللی کنفرانس جوړشوی او په هغې کې سفیر خلیل زاد گډون کړی و. په دغه کنفرانس کې ټول ټینگار پدی وچې په عراق کې دی فرقه ئې تاوتریخوالی پای ته ورسیږی . هغه وویل، دلومړی ځل لپاره ئې دسورئې داستازو خبروکړی .هغوی پدی خبره ټینگارکاوه چې دمشق غواړی دامریکا سره دوه اړخیزی خبری وکړی . ښاغلې خلیل زاد وویل، هغه لاتراوسه پدی موضوع د جمهوررئیس بوش یا دبهرینو چارو دوزیری کانډو لیزا رائس خبری ندی کړی . امریکا په دوه زره پنځم کال کې له دمشق نه خپل سفیر وویست . ښاغلی خلیل زاد وویل، که کانگرس په ملگرو ملتونو کې دامریکا ددائمی نماینده په حیث دهغه مقرری منظورکړی نوهغه به په هغو کوښښونو زیات زور واچوی چې په عراق ، افغانستان او لبنان کې دثبات دراوستلو لپاره کیږی او ایران او شمالی کوریا به دی ته راولی چې ددوی داتمی پروگرامونو په ارتباط دملگرو ملتونو دامنیت شورا فیصلو ته غاړه کیږدی .

XS
SM
MD
LG