د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی فعالینو نن دشنبی په ورځ ئې دپولیسانو اخوډب وکړ.


پاکستانی فعالینوچې دهیواد دقاضی القضات دربرطرفه کیدو په خلاف مظاهری کوی، نن دشنبی په ورځ ئې دپولیسانو اخوډب وکړ. پولیسانو په فعالینوچې تیږی ئې گوزارولی، او حقوق پوهانوباندی اوښکې بهونکی گازاستعمال کړی . دوی دختیځ ښار لاهور دعالی محکمې دودانی مخ ته دقاضی القضات دبرطرفه کیدوله کبله احتجاجی مظاهره کوله . دقاضی القضات طرفداران له هغې ورځی نه راپدی خوا احتجاجی مظاهری کوی چې جمهوررئیس پرویزمشرف افتخار چودری له وظیفی نه پدی توربرطرف کړ چې وائې، دقدرت نه ئې گټه اخیستله خو پدی باره کې نورتفصیل ندی ورکړل شوی . پاکستانی ماموران وائې، مقاماتو هغه بندیزونه لیری کړیدی چې دهیواد په پخوانی لوړ رتبه قاضی باندی لگیدلی وو.هغه په کورکې نظربند و. ښاغلې چودری اوس آزاد دی دخپل کورنه وتلی شی او څوک ئې چې لیدو ته راځی دهغوی سره لیدنی کتنی کولای شی . په عین وخت کې دغه ماموران وائې، څوارلس دپولیسو صاحب منصبان لدی کبله له وظیفونه لیری کړی شول چې دجمعی په ورځ ئې په یو شخصی تلویزن باندی حمله کړی وه چې ددغه جنجال په باب ئې رپوټونه خپرول . جمهورریئس پرویزمشرف په تلیفونی مرکه کې چې دجیو له تلویزسره ئې وکړه ، له همدغه تلویزنه ئې بخښنه وغوښتله . هغه وویل، پولیسانو دغه عمل پخپل سرکړیدی . کړیدی .

XS
SM
MD
LG