د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دېش د پخوانى لومړۍ وزېرې  خالده ضېا زوى باندى په رسمى ډول دا الزام لگول شوېدى چې په زور ېې له خلکو نه پېسى اخېستى دى


پولېس وايي طارق الرحمن ١۴٥ زره ډالره د تعمېر جوړولو له ېو ې کمپنى نه اخېستى دى. خو رحمن دغه تورونه رد کړېدى. که پر هغه باندى دا تور ثابت شى نو تر پنځو کلونو پورې په زندان محکومېدلى شى. رحمن دمارچ په اتمه نېټه د حکومت د هغو پراخه اقداماتو په لړکې چې د ادارى فساد خلاف ېې کوى ونېول شو. ددغه اقداماتو په نتېجه کې په لسهاو سېاسى شخاص نېول شوېدى. طآرق الرحمن د بنگله دېش دملى گوند ېو مشر سکرتر دى. د طارق الرحمن مور په بنگله دېش کې پنځه کاله لومړۍ وزېره وه. دتېرکال د اکتوبر په مېاشت کې ېې موده ختمه سوه. هغه ېوه موقت حکومت ته ددى لپاره قدرت وسپاره چې دراتلونکېو انتخاباتو لپاره ځان چمتو کړى. په بنگله دېش کې انتخابات د جنورى دمېاشتى لپاره ټاکل سوى وو خو وروسته له هغه نه چې ډېر ې مظاهرې وسوې او په انتخاباتو کې ېې اصلاحات غوښتل انتخابات په جنورى کې فسخ سول.

XS
SM
MD
LG