د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان اردو او پولیسو په گډو نظامي عملیاتو کی چی پرون یې د هلمند په ولایت کی وکړل لږ تر لږه ۴٩ یاغي طالبان وژل سوي دي


د افغانستان ددفاع د وزارت یوه نطاق وویل چی په دې جگړه کی چی نن هم دوام لری اووه پولیسان هم وژل سوي دي . په مخکنیو رپوټونو کی ویل سوي وو چی په دې عملیاتو کی د ناتو قواوي هم شاملي دي ، مگر نطاق نن وویل چی ناتو په دې عملیاتو کی برخه نه لری . د هلمند په ولایت کی د ناتو او یاغي طالبانو تر منځ زیاتي جگړې سوي دي . دا سیمه د افغانستان د تاریاکو د تولید تر ټولو غټه سیمه ده او په کی یاغي طالبان او د هغوي خارجي انډیوالان زیاتي حملې کوی . ناتو تیره میاشت په همدې ولایت کی د آکیل په نامه ډیر غټ نظامي عملیات شروع کړل چی په کی د ناتو ۴٥٠٠ او د افغانستان یو زر عسکرو برخه اخیستې او غواړی د طالبانو د حملو چی مخکی یې پیشبیني سوې مخنیوی وکړی

XS
SM
MD
LG