د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا ولسی جرگې دعراق نه د امریکاېی عسکرو د را ایستلو د پاره د ٢٠٠٨ کال د آگست آخره ورستی مهلت ټاکی.


دامریکا ولسی جرگې دعراق نه د امریکاېی عسکرو د را ایستلو د پاره د ٢٠٠٨ کال د آگست آخره ورستی مهلت ټاکی. دا لایحه د ٢١٢ په مقابل کې په ٢١٨ رایو منظوره شوه. یوه ممتنع رایه هم ورکړ شوېده. په دې لایحه کې ١٢۴ ملیارډ ډالره د عراق او افغانستان د چگړولگښتونو ته تخصیص شوې او بر سیره په دې نور ٢٥ ملیارډ ډالره نورو محلی پروگرامونو ته ورکړ شویدي. د ولسی جرگې دیموکراتیک مشران واېی چې دوی فکر کوی چې دا لایحه به د عراق د جگړې لاره بدله کړی. خو ویل کیږی چې داسې لایحه به په همدا وخت کې د امریکا د مشرانو جرگه منظوره نه کړی.

XS
SM
MD
LG