د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا دبهرنیوچارو وزیره کانډولیزا رائس منځنی ختیځ ته دخپل سفر په لومړی پړاو کې مصرته رسیدلی ده


دبهرنیوچارو وزیره کانډو لیزا رائس نن دشنبی په ورځ دمصر په جنوبی ښار اسوان کې ده چې دمصر، سعودی عربستان،اردن او دمتحده عربی اماراتو دبهرنیوچارو دوزیرانو او داستخباراتو درئیسانوسره خبری وکړی . میرمن رائس به دمصردجمهوررئیس حسنی مبارک سره سبا دیکشنبی په ورځ خبری وکړی . توقع ده چې دا به دښاغلی مبارک سره دمصرداساسی قانون دراتلونکی رفرنډم په باره کې خبری وکړی چې انتقادکونکی وائې، دا به پولیسانو ته زیات قدرت ورکړی چې مشکوک کسان بندیان او دهغوی جاسوسی وکړی . میرمن رائس به دیکشنبی په ورځ دفلسطین دجمهوررئیس محمود عباس سره په رامالا کې وگوری او دهغې نه وروسته به بیت المقدس ته ولاړشی چې هلته به دصدراعظم یهود اولمرټ سره ملاقات وکړی .

XS
SM
MD
LG