د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا حکومت وائې، چین ته دخزانی ودوزارت یولوړ رتبه مامورلیږی


دخزانی دوزارت ماموران وائې، دترورستانو دتمویلواو دمالی جنایتونودچارو لپاره دخزانی دوزارت مرستیال ډانیل گلاسر نن دشنبی په ورځ پیکینگ ته ځی چې شمالی کوریاته دهغو پیسو دبیرته ورکولو غم وخوری چې له دوران نه غورځیدلی وی. پیونگ یانگ دتیری هفتی په خبرو گډون ځکه ونکړه چې ویلی ترڅوپوری هغه پیسی بیرته نوی ورکړل شوی چې له دوران نه غورځیدلی وی ترهغې پوری به په خبرو کې برخه وانخلی . دشپږو هیوادونو په خبرو کې دامریکا دسترمرکچی کرسټوفر هیل پرون دجمعی په ورځ وویل، یوځل چې دغه جنجال حل شی ، کیدای شی چې خبری په یوه یادوهفتوکې پیل شی . په دوه زره پنځم کال کې دغه ٢٥ میلونه ډالر وروسته له هغې د دوران نه وغورځول چې واشنگټن دماکاو په بانک باندی تورولگاوه چې دشمالی کوریاسره دغیرقانونی پیسو په ورکړه راکړی کې مرسته کوی .
XS
SM
MD
LG