د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق صدراعظم نوری المالکی وائې،دصدارت دمرستیال سلام الزبائې په خلاف دجمعی دورځی  دقاتلانه حملی په باره کې تحقیقات روان دی


په دغه حمله کې ‏(‎٩ ‏)‎ تنه ووژل شول او الزبائې سخت زخمی شو. دهغه بومحافظ دصدارت دمرستیال په انگړ کې په بم ځان والوزاوه . دهغه یوورور او یومشاورئې په دغو مړو کې دی. صدراعظم المالکی دولتی تلویزن سره دخبرو په ترڅ کې وویل، تحقیق کونکی غواړی چې دامعلومه کړی چې څنگه بم اچونکی دالزبائې دکور انگړته ننوت. هغه وویل، ددغې حملی نه داسی معلومیږی چې دعراق دښمنان دهغه چاپسی دی چې دخپل هیواد دنیک مرغی لپاره کارکوی . دعراق دروغتیا وزیر علی الشموری وائې، دعملیاتونه وروسته اوس دالزبائې روغتیائې حالت ښه دی . یوې ډلی چې ځان ته دعراق اسلامی دولت وائې، ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی . له بل پلوه ځانمرگی بم اچونکو نن دشنبی په ورځ په ټول عراق کې دیرش تنه وژلی دی . پولیسانو نن دشنبی په ورځ وویل، بم اچونکی داسی یوه لارۍ چوله چې خښتی پکی باروی او دپولیسو دماموریت مخی ته ئې وچوله .په دغه سیمه کې چې ددورا په نامه یادیږی ، اکثره سنیان اوسیږی . په دغه چاودنه کې څوارلس پولیسان اوځینی توقیف شوی کسان ووژل شول . مخکې د دورا سیمی سره نژدی دهاوان گولی ولگیدله چې دری تنه پکې ووژل شول او اوه تنه نورئې زخمیان کړل .

XS
SM
MD
LG