د لاس رسي وړ اتصالات

دملگرو ملتونو دامنیت شورا پرون دشنبی په ورځ درایو په اتفاق دایران په خلاف نوی اقتصادی بندیزونه ولگول


ددغې پریکړی له مخی دایران څه دپاسه د٢٨ افرادو، شرکتونو او مؤسسو شتمنی له دوران نه غورځول کیږی چې پدوی کې دسپاه په نامه دولتی بانک، دپاسداران انقلاب قوماندانان او هغه شرکتونه راځی چې دوی ئې کنټرولوی . دایران دوسلو په صادراتو باندی بندیزلگول شویدی او له غړو ملکونونه غوښتل شویدی چې پخپله خوښه دایران حکومت ته دپورونو ورکول او مالی مرستی محدودې کړی . په دغه پریکړه کې له ایران نه غوښتل شویدی چې داتمی انرژی بین المللی اداری شرائطو ته غاړه کیږدی ، خپل دیورانیمو دغنی کولو پروگرام وځنډوی اود خپل اتمی پروگرام په باره کې خبرو کې گډون وکړی . بریتانی ، فرانسی او المان په لومړی سرکې دپریکړی مسوده تیاره کړی وه. دبریتانی سفیر ‏(‎EMYR JONES PERRY ‏)‎ وائې، دپریکړی دمسودې وړاندی کونکی خوشحاله دی چې دهفتو هفتو خبرونه وروسته دامنیت شورا درایو په اتفاق دغه پریکړه منظور کړه. داپریکړه ایران ته څرگند پیغام استوی چې باید خپل قانونی مسؤلیت ته غاړه کیږدی . پیری وائې: ١ دا دامنیت شورا قانونی اقدام دی چې واقعآ له ایران نه غواړی هغه څه عملی کړی چې موږ وویل. ځکه نو موږ مخ په زیاتیدونکی توگه په ایران باندی فشارراوړو . دامناسب ځواب دی مگر زموږ هیله او ترجیح داوه چې دخبرو له لاری یوه نتیجه ووینو . ایران ته لاره خلاصه ده ، که غواړی چې خپل دیورانیمو غنی کول، پلټنی او پرمختگ وځنډوی نوموږ غوړو چې خبروته سره کښینو چې یوه ښه لاره پیدا کړو . دا دایران اختیار دی مگر په پیشنهادکې داهم شامل دی چې ایران دملکی اتمی انرژی نه کاراخیستلی شی . ایران پدی ټکی ټینگار کوی چې اتمی پروگرام ئې دسوله ایزه مقاصدولپاره دی، نه داتمی وسلودجوړولو لپاره او دا نه منی چې وائې، په خبرو کې پدی شرط گډون کولی شی چې خپل داتمی وسلودپروگرام نه لاس واخلی. دایران دبهرنیو چارو وزیر منوچهرمتکی چې ترجمان ئې خبری ترجمه کولی،دامنتی شورا ته وویل،دیورانیمودغنی کولوځنډول حل ندی : ٢ ایران جنجال نه غواړی اونه له خپل حق نه بل څه غواړی . زه تاسی ته ډاډ درکولای شم چې فشار او ډار به دایران پالیسی بدله نکړی . نړۍ باید پدی پوه شی چې حتئ سخت سیاسی او اقتصادی بندیزونه دایران ملت نشی مجبورولی چې له خپلو قانونی او مشروع حقوقو نه لاس واخلی . په نوی پریکړه کې هغه بندیزونه لاپسی سخت شویدی چې دډیسمبر په میاشت کې دایران په خلاف لگول شوی و. دډیسمبر په پریکړه کې دحساسو اتمی موادو او بالستیک توغندیو په ورکړه راکړه باندی بندیزلگول شوی واو دهغو افرادو شتمنی له دوران نه غورځول شوی وه چې په اتمی پروگرامونو کې لاس لری .

XS
SM
MD
LG