د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سېاسى مخالفېن ادعا کوى چې له مظاهرو نه مخکى خلک توقېف شوېدى


په پاکستان کې مخالف سېاسى مشران واېي وايي پولېس لږ تر لږه (١٥٠) سېاسى مخالفېن په ټول هېوا د کې ددوشنبى دورځى له پلان شوو مظاهرو نه مخکى توقېف کړېدى. دامظاهرى د پاکستان د عالېرتبه قاضى د لېرې کېدو په سبب کېږى. چارواکي د توقېفونو په باب متضاد رپوټونه ورکوى. د پولېسو او حکومت ېو شمېر محلى چارواکى وايي چې سېاسى مخالفېن ددى لپاره توقېف شوېدى چې دنورو مظاهرو مخه ونېول شى خو ېو شمېر نور وايي چې د وى د توقېفونو په باب هېڅ معلومات نلرى. پاکستان هغو مظاهر و لړزولى دى چې په دې سبب کېږى چې جمهوررئېس جنرال مشرف د سترى محکمى د رئېس قاضى افتخار محمد چوهدرى د مارچ په نهمه نېټه له وظېفى نه لېرى کړ. جمهوررئېس پروېز مشرف وايى ده ښاغلى چوهدرى ددى لپاره په کور کېنولى دى چې هغه له خپل قدرت نه ناوړه استفاده کوله. چوهدرى دغه تورونه ردوى. وکېلان او مخالف سېاسى گوندونه وايى چې جمهوررئېس کوشش کوى چې دقضائېه قوې په ازادى کې مداخله وکړى. ښاغلى مشرف بل معتبر قاضى رانا بگونداس ته د سترى محکمى د نائب په حېث د شنبى په ورځ د وفادارى سوگند ورکړ.

XS
SM
MD
LG