د لاس رسي وړ اتصالات

اېران دملگرو ملتونو بندېزونه د غېر قانونى عمل په توگه ردوي


وروسته له هغه نه چې، د ملگرو ملتونو دامنېت شورى نور بندېزونه ولگول، اېران ېو ځل بېا هم هغه غوښتنه رد کړېده چې دخپلو ېورانېمو غنى کول وځنډوي. داېران د بهرنېو چارو وزېر منوچهر متکى وايي داوروستى بندېزونه غېر قانونى دي او اېران به دېته اړنکړ ي چې له خپل اټومى پروگرام نه لاس واخلى. په عېن حال کې داروپايي اتحاد د خارجى پالېسۍ مشر هاوېر سولانه نن د ېکشنبى په ورځ ووېل دې هېله من دى چې داېران د اټومى پروگرام په سر له هغه هېواد سره مذاکرات بېا پېل کاندى. دا وروستى بندېزونه دامنېت د شورى غړېو دراېو په اتفاق د شنبى په ورځ منظور کړل. هغوى پر اېران باندى د وسلو صادرول بند کړل او په بهر کې ېې د ٢٨ اېرانېانو او موسسو شتمنى ونېوله او له گټى نه ېې وغورځوله . داسى گومان کېده چې دا کسان او موسسى له اټومى پروگرام سره تړاو لرى. په نوو بندېزونو کې اېران ته شپېته ورځى وخت ورکړل شوېدى چې دملگرو ملتونو غوښتنى ومنې او دخپلو ېورانېمو غنى کونگ بند کړى. که اېران ددغو غوښتنو په منلو کې ناکام شى نو نور بندېزونه هم پرې لگېدلى شى. امرېکا او انډېوال هېوادونه ېې پراېران دا تو رلگوى چې د اټومى وسلو د جوړولو کو شش کوى. تهران دغه تورونه ردوى. اېران وايي ددوى اټومى پروگرام دسوله ئېزو مقاصدو لپاره جوړ شوېدى

XS
SM
MD
LG