د لاس رسي وړ اتصالات

دبر تانېې لومړى وزېر ټوني بلېر وايي داېران له خوانه د سمندرى قواو د پنځه لس برتانوېانو نېول قانونى توجېه نلرى


ښاغلي بلېر داېرانېانو هغه تورونه رد کړل چې وايي دا پنځه لس کسان له نېولو نه مخکى دجمعى په ور داېران اوبو ته ننوتلي وو. اېران وايي چې برتانوى قېدېانو په دې اعتراف کړېدى چې په غېر قانونى توگه داېران اوبو ته داخل شوېدى. داېران نظامى چارواکى وايي هغوى روغ رمټ دى او په تهران کې دي. داېران سمندري قوې د برتانېې سمندرى عمله د جمعى په ورځ وروسته له هغه نه توقېف کړه چې برتانېې هغوى د معمول سره سم په شط العرب کې چې د اېران اوعراق ترمنځ داوبو لاره ده دېوې تجارتى بېړۍ تفتېش وکه. درې کاله پخواهم اېرانى قواو د برتانېې دسمندرى قواو شپږ عسکر او دوه بېړۍ چلوونکي په همدغه سېمه کې نېولى وو خودرى ورځې وروسته ېې خوشى کړل.

XS
SM
MD
LG