د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دسنېانو پرېوه جومات برېد وسو


دعراق چارواکى وايي چې د بغدا د په جنوب کې د سنېانو پرېوه جومات د بم حمله وشوه. په همدغه ښارگوټى کې ېوه ورځ مخکى د شېعه گانو ېو جومات وران شوى و. په حسوه کې چې د سنېانو سېمه ده لږتر لږه دوه کسان د بم په چاودنه کې زخمېان شول. له کوم وخت راهېسى چې په عراق کې د سنېانو او شېعه گانو ترمنځ فرقه ېې تشدد اومرگ ژوبله عامه شوېده پر جوماتونو باندى په مکرر ډول حملې کېږى. د شنبى دورځې په بم چونه کې چې د حسوه په جومات کې وشوه لږ تر لږه ېوولس تنه ووژل شول. په عېن حال کې دامرېکا پوځ نن دېکشنبى په ورځ ووېل چې عراقى پولېسو د جمعى په ورځ ېوداسى سړى نېولى دى چې داپلان ېې درلود چې هغه لارۍ موټر وچوى چې کلورېن هم پکى بار وو. دامرېکا چارواکى وايي لارۍ موټر دپولېسو ېوې تاڼى ته چې داوبو د تصفېې له ېوه ځاى نه تقرېبا ١٥٠ مېتره لېرى و، ودرول شو. په رما دى کى اکثرېت سنېان اوسېږى. سږکال ېاغېانو په عراق کې دکلورېن د بمونو اوه حملى کړېدى.

XS
SM
MD
LG