د لاس رسي وړ اتصالات

د بر تانېې لومړي وزېر ټوني بلېر اېران ته د سمندرى قواو د پرسونل  د نېولو مختلف پړاو په باب   خبردارى ورکړ.


د بر تانېې لومړي وزېر ټوني بلېر اېران ته خبردارى ورکړ چې که د سمندرى قواو د پنځه لس کسېز پرسونل دخوشى کولو په هلوځلو کې دېپلوماسى ناکامه شى نو دا هلى ځلى به مختلف پړاو ته داخلى شى. کله چې له ښاغلى بلېر نه د جي اېم تلوېزېون سره د مرکې په ترڅ کې د تفصېلاتو لپاره پوښتنه وشوه نوهغه په دې برخه کې نور تفصېل ورنکړ. خو هغه دا ووېل چې دى هېله من دى چې اېران د دېپلوماتېکو هلو ځلو په واسطه دېته وهڅول شى چې د پنځه لس بر تانوېانو دنېولو لپاره هېڅ تو جېه نشته . اېران د برتانېې د سمندرى قواو څوارلس نارېنه اوېوه ښځه د تېرې جمعى په ورځ ونېول او تحقېقات ترېنه کوى. اېران وايي داکسان د اېران اوبو ته ورداخل شوي وو خو برتانېه او عراق په دې ټېنگار کوى چې هغوى دنېول کېدلو پروخت دعراق د اوبو په قلمرو کې کار کاوه. سپېنه ماڼى وايى چې دوى د بر تانېې سره په دې اندېښنه او غوسه کې شرېک دى چې د دخپلو سمندرى قواود پرسونل د نېول کېدو په برخه کې ېې څرگندوى. داېران قواو د برتانېې د سمندرى قواو عمله په شط العرب کې هغه وخت ونېوله چې د ېو ې تجارتى بېړۍ تالاشى ېې کوله. شط العرب هغه اوبه دي چې د اېران اوعراق ترمنځ واقع دى. درى کاله مخکى هم اېرانى قواو د برتانېې د سمندرى قواو شپږ تنه عکسر او دوه ماڼو گان په همدغه سېمه کې نېولي وو خو درى ورځى وروسته ېې خوشى کړل.

XS
SM
MD
LG