د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني مامورین وایی چی د پاکستان او افغانستان  په سرحدي سیمه کی د قبایلو او خارجي مبارزینو تر منځ په جگړه کی لږ تر لږه اووه تنه وژل سوي دي


د پاکستان یوه حکومتي مامور نن وویل چی د جنوبي وزیرستان د قبایلي سیمي اوسیدونکو پرون واڼې ته نژدې په هغه ښوونځي باندی حمله وکړه چی ازبک مبارزین یې د خپلي یوې اډې په توگه استعمالوی . په دې حمله کی اووه تنه ازبک ووژل سول . دواړو خواوو په یو بل باندی راکټونه او هاوانونه استعمال کړل . په جنوبي وزیرستان کی دا جگړې د مارچ د میاشتي په مابین کی شروع سوي وې ، خو د چهارشنبې په ورځ بیا وشوې او د څو ورځو اوربند مات سو . پاکستاني مقاماتو په دې وروستیو ورځو کی د قبایلو د مشرانو سره یوه موافقه لاسلیک کړې او په هغې کی یې ددوی نه غوښتي دي چی د خارجي مبارزینو سره په اړیکو کی سختي را واخلی . په دغو خارجي مبارزینو باندی دا گمان کیږی چی د سرحد نه د افغانستان خواته ور اوړی او د ناتو په قواو باندی حملې کوی .

XS
SM
MD
LG