د لاس رسي وړ اتصالات

عربی  ټولنې له اسرائیلو نه غوښتی دی چې دعربو دسولې هغه پلان ومنی چې کره کتنه ورباندی شویده


دعربو دعالی غونډې په پای کې اعلامیه خپره شوه . په دغه اعلامیه کې دعربی ملکونوپه هغه پیشنهادباندی بیاټینگاروشو چې پنځه کاله پخوا شوی و. په دغه پیشنهاد کې دټولو عربی ملکونو سره داسرائیلو دسولی او عادی روابطو غوښتنه شوی وه خوددی په بدل کې اسرائیلو ته پکاردی چې ټولې هغه ځمکی بیرته خوشی کړی چې اسرائیلو دعربواواسرئیلو د١٩٦٧ م کال په جنگ کې نیولی وی . اسرائیلو په لومړی سرکې په دوه زره دوهم کال کې دا پیشنهادردکړی ومگر پدی وروستیو وختو کې ئې وویل، کیدای شی چې دا دخبرو لپاره یو اساس شی . په اصل کې اسرائیل هغه فلسطینی مهاجرنه منی چې غواړی په اسرائیلو کې خپل کورو کلی ته ستانه شی . په داسی حال کې چې دعربو عالی غونډه پای ته ورسیده ، داسرائیلو دبهرنیوچارو وزارت په لومړی سرکی په دغه ابتکارباندی خوشحاله نشو مگر وروسته ئې وویل، غواړی چې دځینو عربی ملکونو سره خبری وکړی . دفلسطین جمهوررئیس محمود عباس وویل، فلسطینیان په صادقانه توگه داسرائیلو سره سوله غواړی . هغه وویل، دوی باید نورفرصتونه دلاسه ورنکړی . دعربی ټولنې عمومی منشی عمر موسئ له اسرائیلو نه وغوښتل چې بی له تعدیل نه دغه ابتکار ومنی : ١ اسرائیل مازی دروابطو عادی کول غواړی . اسرائیل نه غواړی چې دعربی ځمکونه دوتلو یا دبیت المقدس یا دنورو موضوعاتو په باره کې خبری وکړی . هغه وویل، دا څرگنده ده چې ددغې موضوع په باره کې دعربو دریځ بی بدله نده . که دوی دروابطوعادی کول غواړی نو موږته پکارده چې ووینو دوی په بدل کې څه راکوی . ددغې عالی غونډې په اعلامیه کې په منځنې ختیځ کې داتمی وسلو دسیالی په باره کې خبرداری ورکړل شویدی ، په داسی حال کې چې دا خبره هم پکې شویده چې ټول ملکونه حق لری چې دسوله یزو مقاصدولپاره ورنه کارواخلی . دخلیج عرب ملکونه چې سنیان دی او دایران گاونډیان دی،دامریکا او اروپائې هیوادونو په شان دایران داتمی پروگرام په باره کې اندیښنه لری . مگر عربی ټولنه په عنعنوی توگه داسرائیلو په څنگ کې دایران په اتمی موضوع باندی دخبرو کولوغوښتنه کوی چې په رسمی توگه ئې اعلان ندی شوی مگر په عمومی توگه منل شوی ده . دایران دبهرنیو چارو وزیراو دملگرو ملتونو عمومی منشی دواړو په دغه عالې غونډه کې دمیلمنو په حیث برخه اخیستی وه او دوی ددغې غونډی په څنگ کې ملاقات وکړاو برسیره پرنورو موضوعاتو دبریتانی دپنځلسو ماڼو گانو په باره کې چې دایران امنیتی قواو نیولی دی، هم خبری وکړی . دسعودی عربستان دبهرینو چارو وزیرشهزاده سعود الفیصل دبریتانی دماڼوگانو دسمدستی خوشی کولو غوښتنه وکړه چې دا پیښه ئې لمسونکی وبلله . هغه وائې: ٢ دا یوه ډیره بدمرغه پیښه ده او موږویریږو چې دابه په خلیج کې چې لادپخوانه تشدد په سرراخیستی دی،نورتاوتریخوالی زیات کړی.موږ غواړو چې دغه موضوع دیپلوماتکی لارونه چې څومره ژر ممکن وی هاغومره ژر حل شی . موږ په خلېج کې نوری پارونکی پیښی نه غواړو. دسعودی عربستان پادشاه عبداله پخپله افتتاحیه وینا کې وویل،دعربی ټولنې هیوادونه دپخوا له هروخت نه پخپلومنځوکې وییشل شویدی . ددغې عالی غونډې په څنگ کې نوری غونډې او ملاقاتونه هم وشول چې هدف ئې په ډیپلوماتیکه طریقه دسیمه ایزوجنجالونو حل دی . دسوډان جمهوررئیس عمرالبشیردسعودی عربستان دپادشاه او دملگرو ملتونو دعمومی منشی بان کیمون ملاقات وکړچې کوښښ ئې کاوه دی قانع کړی چې دملگرو ملتونو سوله ساتونکوته اجازه ورکړی چې دافریقائې اتحاد دسوله ساتونکو په ځای په دارفور کې ځای په ځای شی . دملگروملتونو سوله ساتونکو شمیر به دافریقائې اتحاد دسوله ساتونکونه زیات وی . دغه کوښښ نتیجه ورنکړه . جمهوررئیس بشیروویل، دی دغه قوا غواړی چې افریقائې بڼه لری مگر دملگرو ملتونو نه غو اړی چې دلوژستیک اوتجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړی . شهزاده سعود وویل، په دغه غونډه کې دملگروملتونواو دسوډان دحکومت ترمنځ دتاوتریخوالی په لیری کولو باندی خبری وشوی .

XS
SM
MD
LG