د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن پلوسې او دولسې جرگې هیآت دبلی هفتی په سرکې دمشق ته ولاړشی


دولسې جرگې رئیسه او دهغې سره ملگری هیآت دسورئې په باره کې دپالسې دمعلوماتو دوروکولو په شمول ، دبهرنیوچارو له وزارت نه ټول لوژستیکی ملاتړ ترلاسه کوی . مگرپه غیرمعمول توگه ، دبوش حکومت دولسې جرگې درئیسی دسفر په پلانونو باندی په څرگنده توگه اعتراض کړیدی او وائې، دغه سفربه دامریکاپه مشری هغو کوښښونوته تاوان ورسوی چې دجمهوررئیس بشارالاسد دحکومت دمنزوی کیدولپاره کیږی . په کانگرس کې مشاورین وائې، پلوسې او دهغې همکارانو پرون دجمعی په ورځ خپل ماموریت په بیت المقدس کې پیل کړچې هلته ئې داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ سره ولیدل ، وروسته بیا سورئې ته ځی ، دسورئې نه وروسته لبنان او دلبنان نه وروسته بیا سعودی عربستان ته ځی . دولسې جرگې درئیسی په حیث پلوسی دجمهوررئیس دمرستیال ډیک چینی نه وروسته دامریکا ترټولو لوړرتبه ماموره به وی چې دڅوکالو په موده کې سورئې ته سفرکوی . په سپینه ماڼۍ کې دمطبوعاتی چارو درئیس مرستیاله ‏(‎دانا پیرینو ‏)‎ وویل، دغه سفر ښه نظر نه وځکه چې دا به دسورئې دحکومت سره مرسته وکړی . امریکا دسورئې پرحکومت باندی تورلگوی چې لبنان په چارو کې لاس وهی ،افراطی فلسطینیانوسره مرسته کوی او خارجی چنگیالیو ته اجازه ورکوی چې له سرحدنه ئې عراق ته تیرشی . دبهرنیو چارو دوزارت نطاق شان مک کورمک خبریالانو ته دمعلوماتو دورکولو په وخت کې وویل، داسدحکومت کوښښ کوی چې په دا ډول سفرونو سره خپله سیاسی انزوا پټه کړی . ښاغلئ مک کورمک وائې: ١ زه فکرنه کوم چې دابه دلوړرتبه مامورانوحتئ که له کانگرس نه هم وی مناسب وی چې په اوس وخت کې سورئې ته سفروکړی . په خاصه توگه سوریه ددارنگه سفرونونه گټه اخلی او نوری نړۍ ته وائې، پدی کې هیڅ غلطی نشته دی . ټول دغه کسان دمشق ته سفرکوی. زموږ په چال چلند کې ستونزه نشته دی . او دوی دغو سفرونوته دثبوت په حیث گوته نیسی اووائې ، ددوی په سلوک کې کومه ستونزه نشته دی او په حقیقت کې دوی منزوی ندی . مک کورمک وویل، سورئې ته د سفرپه باره کې به دحکومت مشوره ډیموکراتانواو جمهورریت غوښتونکو دواړوته یوشان وی ، په داسی حال کې پدی ټکی ټینگارکوی چې په نتیجه کې دسفرفیصله دکانگرس غړو پخپله کړیده. که څه هم چې امریکا دسورئې سره ډیپلوماتیک روابط لری خوبیاهم ئې وروسته له هغې خپل سفیر په دوه زره پنځم کال کې له دمشق نه راوویست چې دلبنان دپخوانی صدراعظم رفیق حریری په قتل کې دسورئې مامورانولاس لرل ثابت شو. دنفوسو،مهاجرت او مهاجرو لپاره دبهرنیوچارو دوزارت مرستیاله ایلن ساوربری دروانی میاشتی په سرکې دمشق ته سفرکړی و چې دا په دوکالو کې دبهرنیو چارو دوزارت ترټولو لوړرتبه ماموره وه چې دا سفرئې کړی و. مگرمک کورمک وویل، دهغې خبری دسورئې په حکومت کې یوازی دهغې دانډولانوسره وی او دعراقی مهاجرو دموضوع پوری ئې ارتباط لاره . برسره پرنورو کسانو دمیرمن پلوسی په هیآت کې دولسې جرگی دبهرنیوروابطو دجرگه گې رئیس ټام لانټوس او کانگرس ته انتخاب شوی لومړی مسلمان اود مینوسوټا ډیموکرات وکیل کیت ایلسن شامل دی . ددواړو گوندونو یوډله سناتورانو دډیسمبر په میاشت کې دمشق ته سفرکړی وو.ددی لپاره چې په عراق کې تاوتریخوالی پای ته رسیدلی وی،دعراق په باره کې ددواړو گوندونونه جوړ کمیسیون پیشنهاد وکړچې دسورئې او ایران سره دی خبری وشی .

XS
SM
MD
LG