د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او چین ایران دیته هڅوی چی د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو رعایت وکړي


د سپینۍ ماڼۍ ویانده دانا پریانووویل چی ایران په خپلو هغو وجیبو باندی چی د ملگرو ملتونو په وړاند ی یی لری سترگی پټوی. سونډ بایټ دانا،،، د م م امنیت شورا د رایو په اتفاق فیصله وکړه چی ایران ته یو داسی قوی پیغام ورکړی چی خپل ملک او خلک یو لری دنیا ته منزوی نه کړي،اود خپل اتومی پروگرام پرمخ بیولو نه لاس واخلی او د مسلی د حل لپاره خبرو اترو ته کښینی. اوټ سونډ بایټ،، د م م د امنیت شورا وړمه ورځ په ایران باندی د نورو کلکو بندیزونو په اړه رایه ورکړه ځکه چی ایران ونه کړی شوو د خپلو یورانیمو د غنی کولو څخه لاس واخلي.ایران دا بندیزونه رد کړی او ویلی یی دي چی د اتومی انرژی د نړیوالی اداری سره به خپله همکاری محدوده کړي. د چین او روسیی جمهورریسانو په مسکو کی ایران دیته وهڅو چی د م م د امنیت د شورا د پریکړو مراعات وکړي.دروسیی جمهورریس ولادیمیر پوتین او د چین جمهورریس هوجنتاوو په یوی گډی اعلامیه کی وویل چی دغه اتومی جنجال دی په سوله ایزه توگه حل شي او خپله دا اراده یی څرگنده کړه چی ددی خبری د دایمی حل لپاره یوه جامع لار پیدا کړي. د بلی خوا د ایران او غرب ترمنځ دهغو پنځلسو بریتانوی سمندری عسکرو په سر تاوتریخوالی زیاتیږی چی ایران د جمعی په ورځ په خپل سمندری قلمرو کی نیولی دي.د بریتانیی صدراعظم ټونی بلیر ددغو عسکرو د سمدستی خوشی کیدو غوښتنه کړی.هغه وایی،، سونډ بایټ بلیر،، د ایران حکومت ته پکار دي چی پدی کی هیڅ شک اوتردید ونه لري چی موږ د ایران ددی اقدام په برخه کی څومره جدی یوو او ددوی دا عمل څومره غلط دی. سونډ بایټ اوټ،، ایران وایی چی د سمندری قوی ددغو عسکرو څخه تحقیق روان دی ترڅو دا معلومه کړي چی آیا دوی قصداً د ایران قلمرو ته ننوتی او که نه؟ مگر بریتانیه پدی خبری ټینگار کوی چی عسکر یی د عراق په سمندری قلمرو کی وو چی ایرانیانو ونیول. په م م کی د متحده ایالاتو پخوانی سفیر جان بولټن وایی، سونډ بایټ بولټن،، د ایران لخوا د بریتانوی عسکرو نیول کوم تصادفی کار ندی په داسی وخت کی چی دا کار یی د ملگرو ملتونو د بندیزونو نه یوه ورځ مخکی وکړ.حقیقت دادی چی ایران دغه خلک ددی لپاره یرغمل کړی چی د غرب سره په خپل اوږده جنجال کی برلاسې پیدا کړي. اوټ سونډ بایټ،، متحده ایالات او ملگري یی تور لگوی چی ایران کوښښ کوی اتومی وسلی جوړی کړی خو ایران وایی چی اتومی پروگرام یی د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG