د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش دولسی اومشرانو جرگو دعراق دلگښت په لائحه باندی انتقاد کړیدی


جمهوررئیس بوش په هغو لائحو باندی بیا اعتراض کړیدی چې ولسی او مشرانو جرگو له عراق نه دامریکائې عسکرو دوتلودنیټی دټاکلو په باره کې تصویب کړیدی. دمشرانو جرگې پدی هفته کې دعراق دلگښت په باره کې خپله لائحه تصویب کړه . پدی کې هغه لائحه هم شامل ده دعسکرو دوتلو پوری ارتباط لری مگر په عملی کولو ئې څوک مکلف ندی . ولسی جرگې تیره هفته یوه سخته لا‏ئحه تصریب کړه چې دعسکرو دوتلولپاه ره نیټه ټاکلی ده . ښاغلی بوش نن دشنبی په ورځ دراډیو سره په مرکه کې وویل، هره لائحه به په نظامی قوماندانانو باندی قیودات ولگوی او دابه هغه څه وی چې دی ورته په عراق کې تسلیمول او له عراق نه وتل وائې.ښاغلی بوش وویل، دغه لائحې به په وطن کې دامریکا دژغورنی لپاره بتاه کونکی عواقب ولری . دسمندری قواو پخوانی پلی عسکر اندریو هارن دډیموکراتانو عکس العمل څرگند کړ. ده دفارس دخلیج اوعراق په دواړو جنگونو کې برخه اخیستی وه او دکانگرس لپاره کاندید و خو انتخابات ئې ونه گټل . ده وویل، که جمهوررئیس بوش دعسکرو دلگښت لائحه ویټوکړی نو کانگرس مسؤلیت لری چې هغه ناکامه کړی .

XS
SM
MD
LG