د لاس رسي وړ اتصالات

قبائلیان افراطیان له سیمی باسی


په زرگونو پاکستانی قبائلیان وائې، دوی به دالقاعدی پوری مربوط افراطیان له خپلی سیمی نه چې دافغانستان سره په پوله جوخته پرته ده، اوباسی . دغه اعلان پرون ددوشنبی په ورځ دپاکستان په جنوبی وزیرستان کې په یوه قبائلی جرگه کې وشو.قبائلی مشرانو گواښ وکړ چې دسیمی دهرهغه چاکوربه وران ویجاړ کړی چې خارجیانو ته ئې پناه ورکړی وی. تیره میاشت دقبائلیانو او خارجی جنگیالیو ترمنځ چې اکثره ئې ازبکان او چیچیان وو،جگړه شوی وه. دغه تاوتریخوالی هغه وخت پیداشوچې یو قبائلی مشردیو ډله ازبکانو دبی وسلی کولو امروکړ. په دغه نښته کې تقریبآ ١٦٠ تنه ووژل شول چې اکثره ئې ازبکان او چیچنیان وو. وروسته له هغې چې دامریکا په مشری قواو دیودپاسه په دوه زرم کال کې دطالبانو رژیم راوپرزول شو، په زرگونو خارجی افراطیان دپاکستان قبائلی سیموته وتښتیدل اوقبائلیانو ورته پناه ورکړه. وروسته له هغې چې خارجی جنگیالیو ته ماتی ورنه کړل شوه، پاکستان دطالبانو دطرفدارو قبائلیانو سره یوتړون لاس لیک کړچې وائې، خارجی جنگیالان دی دخپلوسیمونه اوباسی . حکومت وائې، دوروستیو وختو جنگونه ښئ چې داسټراټیجی کارورکوی . مگرانتقادکونکی وائې، دغو تړونونو هغو افرطی قبائلیانو ته زیات اثررسوخ ورکړ چې په سیمه کې دطالبانو ملاتړکوی.

XS
SM
MD
LG