د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې دسیلاوونو او برفکوچونو‎۴۴ وژلي


په تیرو څوورځو کې په درست افغانستان کې په غیر معمول ډول سخت ورښت شویدی چې په نتیجه کې ئې سیلاوونه راوتلی، ځمکی ښویدلی او برفکوچونه شویدی . دسیلاوونو، دځمکی دښویدلو او برفکوچونو دلاسه په ټول افغانستان کې لږترلږه ‏(۴۴ ‏)‎ تنه مړه شویدی . داسی ښکاری چې دهیواد په شمالی او ختیځو ولایتونوته دغو زورورو بارانونو دسراو مال زیان رسولی وی . په شمال ختیځ ولایت نورستان کې لس تنه او په ختیځ ولایت کنړکې دولس تنه مړه شویدی چې ددوی کورونه دسیلاواوبویووړل . دسراومال دتلفاتو دقیقه اندازه مشکله ده چې معلومه شی ځکه چې لیری پرتوسیموته رسیدل مشکل دی . ملگری ملتونه وائې،دمرستو درسولو اداری کوښښ کوی چې په ټول هیواد کې تقریبآ ٢٥ زروتنوته ځانونه ورسوی . کابل ته نژدی دپروان په ولایت کې تقریبآ ‏(‎٣٥٠ ‏)‎ تنه په الوتکوکې محفوظو ځایونوته رسول شویدی او امنیتی قواوی سیلاو ځپلوسیموته خواړه او دارو درمل رسوی . دسختو بارانونو په علت دکابل په سیند کې اوبه دومره زیاتی شویدی چې دیکشنبی په شپه ئې دمورگونه واوښتی ،په لسگونو کورونه ئې ویجاړکړل او په زرگونو کسان ئې بی کوره کړل . له کابل نه دچادمړینی رپوټ ندی رسیدلی .

XS
SM
MD
LG