د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې یوامریکائې لادرکه شویدی


دامریکا دبهرنیو چارووزارت وائې، داڅوهفتی کیږی چې یوامریکائې تبعه په ایران کې لادرکه شویدی . دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت نطاق شان مک کورمک وائې، امریکا دسویس دډیپلوماتیکی لارونه ددغه لادرکه امریکائې په باره کې دمعلوماتولاس ته دراوړلو کوښښ کوی . سویتزرلینډ دامریکا او ایران ترمنځ رابط دی ځکه چې امریکا دایران سره ډیپلوماتیک روابط نلری . امریکائې نطاق وائې، ددغه لادرکه سړی کورنی او دهغه کارفرما،دهغه دلادرکې رپوټ ورکړیدی ،په داسی حال کې چې هغه ایران ته دشخصی کاروبارلپاره تللی و. دغه نطاق وویل،امریکا گمان نه کوی چې ددغه سړی لادرکه کیدل دبریتانی د‏(‎١٥ ‏)‎ ماڼوگانو پوری ارتباط ولری چې دمارچ په ٢٣ نیټه دفارس دخلېج شمال پلوته نیول شوی وو.

XS
SM
MD
LG