د لاس رسي وړ اتصالات

ی په جنوبي وزیرستان کی د حکومت د طرفدارو قبا یلي خلکو او د القاعده د مربوطو مبارزینو تر منځ په تازه جگړو کی ٢٠ کسه وژل سوي دي


د پاکستان امنیتي چارواکي وایی چی په جنوبي وزیرستان کی د حکومت د طرفدارو قبا یلي خلکو او د القاعده د مربوطو مبارزینو تر منځ په تازه جگړو کی ٢٠ کسه وژل سوي دي .

رپوټونه وایی چی په مړو کی اکثره یې ازبک وو چی قبایلو د واڼې ښار ته نژدې د هغوی په مهمو موضع گانو باندی حملې وکړې .

پاکستاني مامورین فکر کوی چی د تیري میاشتي را هیسي چی د پښتنو قبا یلو او خارجي مبارزینوتر منځ جگړې شروع سوي دي لږ تر لږه ٢٦٠ کسه چی زیاتره یې ازبک وو وژل سوي دي .

دغه قبایل اوس د پاکستان د اردو نه مرسته غواړی .

XS
SM
MD
LG