د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ دخوراکی موادو  پروگرام  واېی  چې په افغانستان کې سیلاب ځپلو سیمو ته مرستی په چټکی رسوی


د معمول سره سم باران دمارچ په نیماېی کې پیل شو. خو سږ کال له اندازې نه زیات بارانونه ووریدل او له ویلی شوو واور سره سیلاونه راغلل او تاوانونه ېی ورسول. د نړۍ د خوراکې موادو د مؤسسې یوه نطاق سیمون پلوس واېی چې د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال د هیواد له ٣۴ ولایتونو نه دیارلس ېی مصیبت ځپلې سیمې اعلان کړی دي. پلیوس واېی: بارانونه د یو شمیر خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی اویو شمیر مواشی ېی وژلی دی. سیلاوونو په زرگونه کورونه خراب کړی او زرگونه جریبه ځمکه ېی وړې ده. تر اوسه درې سوه هکټاره سړکونه اوبو وړی دی. سیلاوونو د کابل د شمال او جنوب تر منځ لاری ورانې کړی دی. ‏»‎ د نړۍ خوراکې مؤسسه واېی چې پنځه سوه کورونه تخریب شوی او یواځې په کابل کې د سیلاوونو له امله نهه سوه کورنی بیکوره شوی دی. سیمون پلوس واېی په داسې حال کې چې په مرکز کې وضع خرابه ده خو په زرگونه هغه خلک چې د غرونو په منځو کې را گیر دی دهغوی په باره کې زیاته اندښنه شته. دی واېی دغو سیمو ته فوری مرستو رسول آسانه کار نه دی ځکه چې لاری خرابې شوی دی. پلوس بیا واېی: ‏«‎هغه خلک چې په لرې سیمو کې پراته وی هغوی ته خوراکی موادو رسول وخت غواړی. دو ی یواځی خوراکې مواد و ته ضرورت نه لری بلکه نورو شیانو ته هم ضررورت لری ځکه چې د هغوی مېنې ورانې شوی دی. دوی شړیو او درملو ته هم ضورت لری.‏»‎ پلوس واېی د نړی خوراکې مؤسسېی له یو لړ مشکلاتوسره مخامڅ ده لکه د هلمند په ولایت کې چې وخت په وخت جنگونه روان وی. د نړۍ خوراکې موادو پرورگرام واېی هغه موټر چې خوراکې مواد رسوی د حکومت د ضد قواوو له خوا ورباندې حملې کیږی.

XS
SM
MD
LG