د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش دجنگ دلگښت دلائحی لپاره  خپله غوښتنه بیاتکرارکړه


جمهوررئیس بوش له کانگرس نه وغوښتل چې دجنگ دلگښت لپاره داسی لائحه تصویب کړی چې په هغې کې له عراق نه دامریکائې عسکرو دویستلوغوښتنه نوی شوی . ښاغلې بوش پخپله هفته ایزه راډیوئې وینا کې څرگنده کړه،دکانگرس غړی دپسرلی په رخصتی تللی دی ،کیدای شی چې دغه لائحه دهغه میزته دروانی میاشتی تراخره پوری ورسیږی . وروسته له چې وکیلان درخصتی نه راستانه شی او دولسی او دمشرانو دجرگو دلگښت دلائحو ترمنځ دی یوانډول پیداشی . دواړو جرگو دپوځی لگښت په باره کې لائحی تصویب کړیدی مگرله عراق نه دعسکرو دوتلو نیټه هم پکې ټاکل شویده . مگر ښاغلی بوش وعده کړیده چې هره دارنگه لائحه به ویټوکړی . په هفته ایزی راډیوویناکې دډیموکرات گوند رئیس هاورډ ډین په ځواب کې وویل، ښاغلی بوش ته پکاردی چې په کانگرس باندی له فشار نه لاس واخلی .هغه وویل،ډیموکرات گوند به هغه څه کوی چې دامریکایانو په خوښه وی یعنی داچې له عراق نه امریکائې عسکرراوویستل شی . ښاغلی بوش نن دشنبی په ورځ وویل، ښائې چې ډیرژر امریکائې عسکر دبودیجی دکمښت احساس وکړی .مگر دحکومت په مستقل رپوټ کې چې تیره هفته خپورشوی، راغلی دی چې دجولای ترمیاشتی په عراق کې دعملیاتو لپاره پوره پیسی لری.

XS
SM
MD
LG