د لاس رسي وړ اتصالات

دجمعې دورځې راهېسى په شمال لوېدېځ پاکستان کې ١٥ کسان په فرقه ئي جگړو کې وژل شوېدي


د پاکستان چارواکي وايي دجمعې دورځې راهېسى په شمال لوېد ېځ پاکستان ېعنى صوبه سرحد کې د سني او شېعه سر تېرو ترمنځ جگړه روانه ده او نن ېې درېمه ورځ ده. د قبېلوى سېمى ېو عالېرتبه مامور صاحبزاده محمد ادرېس وايي تراوسه پورې په دغو جگړو کې د ١٥ کسانو مر گ تائېد شوېدى او په شلگونو نور زخمېان شوېدى. خود شنبى په ورځ ېو بل چارواکي ووېل چې په دغو جگړو کې څلوېښت کسان وژل شوېدى. د قبېلوى سېمو دغه چارواکى ووېل چې قبېلوى مشران کوشش کوى چې ددغو مرگ ژوبلو د ختمولو لپاره جرگې اومرکې وکړى. رپوټ وايي د سنېانو دا کثرېت او شېعه گانو د اقلېت تر منځ د سختى جگړې اور د جمعى په ورځ د پاړه چنار د ښارگوټى او نېمه خودمختارې سېمى کورمه کې بل شو. د پاکستان چارواکى وايي په پاړه چنار کې جگړه د شنبى په ورځ لږ کراره سوه ځکه چې پوځ په تلو راتلو بندېز ولگاوه او دحکومت هېلېکوپټرونو په سېمه کې گزمه کوله. خو رپوټ داهم وايي چې نن هم د شاوخوا په نېژدى کلېو کې جگړه روانه وه. ددغو طاېفه ئې جگړو علت تراوسه پورې په ازاد ډول تصدېق سوى ندى. خو د سېمى اوسېدونکى وايي جگړې وروسته له هغه نه پېل شوې چې ېوې ډلې په مظاهره کې بله مذهبى ډله وغندله.

XS
SM
MD
LG