د لاس رسي وړ اتصالات

په زرگونو عراقېانو دامرېکا ضد مظاهرې وکړې او د بغداد دسقوط  د کلېزې په مناسبت ېې اعتراضونه وکړل


په زرگونو عراقېانو د شېعه گانو په دوو مقدسو ښارونو کې مظاهرې وکړې اودامرېکا د عسکرو د وتلو لپاره غږ وکه. هغوى د بغداد د سقوط دڅلورمې کلېزې ېادونه وکړه. نن ددوشنبى په ورځ د نجف او کوفې په سپېڅلېو ښارونو کې عراقي نارېنه و، ښځو او ماشومانو دعراق بېرغونه له ځان سره اخېستى وو پرسړکونو روان وواو دامرېکا ضد شعارونه ېې ورکول. سر تېرى ملا مقتدا الصدر عراقېان د ېکشنبى په ورځ دېته وهڅول چې دامرېکا ېانو په موجودېت اعتراض وکړى او دعراق له امنېتى قواو نه ېې غوښته وکړه چې دامرېکا له پوځ سره همکارى بنده کړى. د مقتدا الصدر په باب وېل کېږى چې په اېران کې په جلاوطنى کې ژوند کوى. هغه په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې دامرېکا خلاف دوه ځلى د پاڅون مشري کړېده.

XS
SM
MD
LG