د لاس رسي وړ اتصالات

استرالېا به خپل عسکر په افغانستان کې دوه چنده کړي  


داسترالېا لومړى وزېر جان هاورډ وايي دده دا اقدام چې په افغانستان کې د استرالېاعسکر زېات کړى شى په دې خاطر شوېدى چې په افغانستان کې امنېتى حالات خراب دى. دخاصو قواو کومانډو به دهغو هلو ځلو په سخته برخه کې چې دطالبانو د جنگېالېو له تشدد سره مبارزه او جگړه ده واقع وي. دغه خاصې عسکرى قطعې چې د تېرکال په اخر کې اېستل سوې بېرته افغانستان ته راستنېږى. ښاغلى هاورډ خبردارى ورکړ چې داسترالېا قواوې د مشخصو تلفاتو له امکاناتو سره مخامخ دى. دى وايى دوى به په ډېرو عاجلو او سختو شراېطو کې ډېر مهم کارونه سرته ورسوى. جان هاورډ په دې باب وايي : (...داقواوې به ددغه ولاېت د امنېت په پرمختگ کې نقش ولرى. دوى به د طالبانو دقوماندې او کنترول مرکز او داکمالاتو لارې خرابى او گډې وډې کړي. دوى به داسترالېا دبېارغونى د قطعې دکارونو ملاتړ وکړى. دا ډېر گران کاردى، ډېر خطر ناک کاردى او په هېڅ ډول باېد کم ارزښته کار ونه گڼل سى. خو په دې لاره کې ډېر شېان له خطر سره مخامخ دي . ) داسترالېا حکومت په دې عقېده دى چې د سخت درېځو سره په نړېواله جگړه کې ېومهم کار په افغانستان کې د سخت درېځو ځپل او ټکول دى. ښاغلى هاورډ وايى که طالبان ېو ځل بېا په افغانستان کې خوندى ځاى جوړ کړى سى نو نړۍ هېوادونه به له زېان او تاوان سره مخامخ سى. سخت درېځه طالبان په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له اقتدار نه وغورځول شول. تردى مخکى ېې دالقاعده ترورېستى شبکى ته په افغانستان کې خوندى ځاى برابر کړى و. القاعده په امرېکا، اروپا، افرېقا او عراق کې له ترورېستى حملو سره تړاو لرى. داسترالېا قواوې به په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندى د سولى په نړېواله قوه کې خپل عملېات سرته رسوى. دنوو عسکرو ځاى په ځاى کول وروسته له هغه نه سرته رسېږى چې له امرېکا، برتانېې او نېدرلېند سره خبرى او مذاکرات وشول. استرالېا اوس په افغانستان کې ٥٥٠ عسکر لري. توقع ده چې دا شمېر په راتلونکى کال کې دوه چنده شى. ددى وعده هم شوېده چې که ضرورت پېښ شى نو نور عسکر به ورپسى ور ولېږل شى. په داسى حال کې چې دکارگر مخالف گوند په عراق کې داسترالېا له نظامى دخالت سره مخالفت کوى خو په افغانستان کې ېې دمامورېت ملاتړ کوى. ددغه گوند د مشرانو د وېنا له قراره افغانستان د ترورېزم مرکز دى. د طالبانو قواوې دناټو په مقابل کې په خاصه توگه دافغانستان په جنوب او ختېځ کې قوى مقاومت ته ادامه ورکړېده. ددې اونې په سرکې په ېوه سخته پېښه کې شپږ کاناډايى عسکر ووژل شول. رپو ټ وايي چې داېتلاف قواو ته له ٢٠٠٥ مېلادى کال راهېسى په ېوه پېښه کې دومره تلفات نه و و ر اووښتي.
XS
SM
MD
LG