د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي دى به په افغانستان او عراق کې د جگړو د عاجلو لگښتونو  لاېحه وېتوکاندى


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي دکانگرېس دېموکرات غړي په داسى لاېحه باندى فشار اچوى چې په عراق کې به دامرېکا د عسکرو موثرېت ته تاوان ورسوى. ښاغلى بش وايى چې په بغداد کې دعسکرو زېاتوالي په مذهبى جگړو کې کمښت راوستى دى. ښاغلى بش په دې باب داسى وايي : (...زه په دې پوهېږم چې موږ په عراق کې د ترټولو غوره ستراتېژې د لرلو په باب خپل اختلافات لرو. خو دا اختلافات باېد ددې سبب نسى چې موږ له دېنه اېسار کړى چې خپلو عسکرو ته د ضرورت وړ لگښت برابر کړو بې له دېنه چې هغوى له عراق نه را ووزى .) دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي په داسى حال کې چې ددفاع وزارت به له نورو حسابونو نه د ېو اعشارېه شپږ ملېاردو ډالر په ا ندازه بودجه ددې لپاره ورانتقالوى چې د بودجې کمبوت پرې پوره کاندى، دامرېکا دهغو عسکرو لپاره چې په عراق کې دى وخت په بېړه روان دى . دحکومت ېو مستقل رپوټ تېره مېاشت ووېل چې پوځ په کافى اندازه پېسى لرى چې د جولاى تر مېاشتى پورې په عراق کې د جگړې لگښت پرې تموېل کاندى. دامرېکا په سنا کې د اکثرېت مشر هاري رېډ وايي داخبره په پېسو پورې اړه نلرى. دى وايي چې دېموکراتان له جمهوررئېس سره دهغې جگړې په باب حساب او کتاب کوى چې دعامه نظرېاتو د سروې له مخى دامرېکا ېانو اکثرېت اوس په دې عقېده دى چې دا جگړه ېوه اشتباه وه. دېموکرات سناتور رېډ په دې باب داسى وايي : (.. اجازه راکړئ چې داخبره واضح کړم . دېموکراتان دېته متعهد دى چې خپلو عسکرو ته د ضرورت وړبودجه ورکړى. هغه لاېحه چې موږ ېې دامرېکا جمهوررئېس ته د ورلېږلو کو شش کوو په هغى کې به په هغه اندازه پېسى موجودې وي څومره چې زموږ قوماندانانو غوښتې دى. ) خو دامرېکا جمهوررئېس وايي دى به هره هغه لاېحه وېتوکاندى چې په هغې کې له عراق نه دعسکرو دوتلو لپاره مهال وېش ټاکل شوى وى، ځکه چې داکار به دښمن زړور کاندى . رپوټ وايي چې دامرېکا په مشرانو جرگه او ولسى جرگه کې ددواړو گوندونو د راېو شمېر ډېر سره نېژدى دى. نو په دې اساس به دا ډېره گرانه وى چې دېموکراتان په درو کې دوه برخى راېې پېدا کاندى چې د جمهوررئېس وېتو پرې باطله کړى. دامرېکا جمهوررئېس په ېوه وېنا کې ووېل دا ددېموکراتانو لپاره ېو غېر مسوولانه کاردى چې دامرېکا دعسکرو لپاره د جگړې په وخت کې بودجه وځنډوى. (٣) (... په کانگرېس کې ددېموکرات گوند مشران له هغې لاېحى نه چې دامرېکا عسکرو ته بودجه برابروى داسى استفاده کوى چې د جگړې په باب ېوه سېاسى وېنا وکړى. دوى ته پکارده چې ډېر ژر داکار وکړى او زمامېز ته ېې راورسوى چې زه ېې وېتوکړم. تردى وروسته به کانگرېس بېرته په خپل کار چې زموږ عسکرو ته بې له کوم شرط نه او بې له اضافى ځنډنه د جنگ د لگښت برابرول دى پېل وکړى. خو دېموکرات سناتور رېډ وايي دېموکراتان غواړى چې عراقېان دخپل امنېت په باب زېات مسوولېت ته اوږه ورکړى او جمهوررئېس دېته اړباسى چې هغوى د ېو لړ معېارونو له مخى د خپلو اجرااتو مسوولېت په غاړه واخلى. دامرېکا جمهوررئېس بله اونۍ په کانگرېس کې ددواړو گوندونو مشران سپېنى مآڼى ته ور بللى دي چې د اضافى بودجى په باب ورسره بحث وکړى. د سېنى مآڼى نطآقه ډانه پرېنو وايى دا مذاکرات ندى، بلکه ددېموکراتانو لپاره ېو فرصت دى چې داخبره توضېح کړى چې دوى څنگه کولى شى چې جمهوررئېس ته ېوه داسى لاېحه ور ولېږى چې هغه ېې لاسلېک کړى شى.

XS
SM
MD
LG