د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي او افغان قواو د افغانستان په جنوب کی په جگړه کی ٣٥ یاغي طالبان وژلي دي


د زابل د والي یوه نطاق ویلي دي چی امریکایي او افغان قواو د افغانستان په جنوب کی په جگړه کی ٣٥ یاغي طالبان وژلي دي . نطاق وویل چی جگړه د چهارشنبې په ورځ د شاجوی په ولسوالي کی هغه وخت شروع سوه چی د طالبانو له خوا حمله وسوه او افغان قواو د امریکا د هوایی قواو ملاتړ وغوښت . هغه وویل چی په افغانی قواو کی چاته تاوان نه دی رسیدلی . یو بل خبر وایی چی پرون د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ښار په لویدیځ کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی دوه کاناډایی عسکر وژل سوي او دوه نور زخمي سوي دي . او درې ورځي مخکي هم په همدې سیمه کی د سړک په غاړه د بم چاودنه وسوه چی د کاناډا شپږ عسکر یې ووژل . او یو بل خبر دادی چی د ناتو ددفاع او نظامي چارو مشران نن د کاناډا د کیوبیک په ښار کی غونډه کوی او غواړی په افغانستان کی د عسکرو او نظامي تجهیزاتو د کمښت په پوره کیدو باندی بحثونه وکړی . امریکایی مامورین وایی چی په دې غونډه کی به د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس د ناتو په نورو غړو ملکونو باندی فشار واچوی چی افغانستان ته نور عسکر هم واستوی او په جگړو کی د هغوی د عسکرو په برخي اخیستو باندی محدودیتونه لیری کړی .

XS
SM
MD
LG