د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف او دروسیې نن په پاکستان کی سره وکتل .


د پاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف او دروسیې صدراعظم میخایل فراد کوف نن په پاکستان کی سره وکتل . په دې غونډي سره په پاکستان کی د ښاغلي فرادکوف درې ورځنئ سفر هم چی ددواړو ملکونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا د پاره و ، ختم سو . ددې سفر په وخت ښاغلي فرادکوف او د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز وعده وکړه چی ددواړو ملکونو ترمنځ به اقتصادي همکاري زیاته کړی او د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کی به په گډه کار وکړی . دواړو صدراعظمانو پرون په اسلام آباد کی د خبرو نه وروسته څو موافقې لاسلیک کړې . ښاغلي عزیز وویل چی پاکستان د تیلو او گاز په سکتورونو کی روسیې ته د پانگي اچولو موقع برابروی . دا په تیرو دیرشو کالو کی اول وار دی چی د روسیې یو صدراعظم پاکستان ته سفر کوی . پاکستان او شوروی اتحاد د سړې جگړې په وخت کی مخالفتونه سره درلودل . او پاکستان د هغو ډلو ملاتړ هم کاوه چی د ١٩٨٠ په لسیزه کی د شوروي اتحاد د عسکرو سره په جگړو اخته وو .

XS
SM
MD
LG