د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافي قواوي پنځه تنه ملکي قراردادیان د یاغي طالبانو نه وژغورل .


په افغانستان کی د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی امریکایی او افغان قواو وروسته له هغه چی هلیکوپتر یې د غزني په ولایت کی پر ځمکه کښیناست پنځه تنه ملکي قراردادیان د یاغي طالبانو نه وژغورل . په یوه بیانیه کی ویل سوي دي چی د امریکا د خاصو قواواو د افغان پولیسو د چټکو عملیاتو یوې ډلي پرون کله چی یې ددغو قراردادیانو تلیفوني مخابره واوریده چی د مرستي غوښتنه یې کوله ، هغوی یې وژغورل . په بیانیه کی ویل سوي دي چی عسکرو درې یاغي طالبان هغه وخت ووژل چی دغو طالبانو ددوی پر هلیکوپتر باندی چی د میخانیکي نیمگړتیا په وجه په ځمکه کښیناست ، ډزي وکړې . د ائتلاف بیانیې ددغو قراردادیانو په باب نورڅه نه دي ویلي چی هغوی د کوم ځای دي او د کومو کمپنیو سره یې کار کا وه . یو بل خبر وایی چی د ناتو ددفاع وزیرانو چی پرون یې په کاناډا کی غونډه شروع کړې ، په هغو لارو چارو باندي غږیږی چی په افغانستان کی د عسکرو او نظامي تجهیزاتو کمښت پوره کړی . د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وویل چی د ناتو قوماندانانو د افغان د پوځ او پولیسو د روزني د پاره ٣۴٠٠ تنه نور روزونکي هم غوښتي دي . هغه وویل چی امریکا په دې کی یوه برخه کمبود پوره کولای سی مگر په همدې حاضر وخت کی دغه ټول شمیر نه سی پوره کولای .

XS
SM
MD
LG