د لاس رسي وړ اتصالات

دفرانسوی کارکونکو ویډوټیپ لاس ته راغلی دی


په کاناډا کې په تلویزن کې دهغوفرانسویانو ویډوټیپ ښودل شویدی چې په افغانستان کې برمته شویدی : دکاناډا دخپرونی اداره وائې، دفرانسی دمرستو درسولو ددوه کارکونکو ویډوټیپ ئې لاس ته راوړی دی چې یاغی طالبانو دافغانستان په جنوب لویدیځ کې برمته کړیدی . دغه اداره وائې، دفرانسی حکومت تائید کړیده چې زموږ دماشومانو لپاره دیونړۍ په نامه دیوې خیریه مؤسسی دوه کارکونکی چې یوی ئې نارینه او بله ئې ښځه ده، تیره هفته دنیمروز په ولایت کې تښتول شوی وو. یوازی دویډو عکسونه ښودلی دی چې یوه ښځه ده او وائې زه یوه فرانسوی رضا کاره یمه چې طالبانو تښتولی ده او دنارینه نوم ایریک دی . دواړه دخلاصون غوښتنه کوی. دری افغان کارکونکی چې لاسونه ترشاتړل شویدی اوگمان کیږی چې ددغو فرانسویانو ملگری وی . دوی هم په دغه ویډو کې ښکاره کیږی وائې، دا لومړی شواهددی چې ښئ دغه پنځه واړه برمته شوی کارکونکی تراوسه ژوندی دی . دجمعی په ورځ دفرانسی جمهوررئیس دافغان حکومت نه وغوښتل چې ددغو فرانسویانو په خوشی کولو کې مرسته وکړی . دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وائې، مقامات ددغو کارکونکو په خوشی کولو کې خپله وسه کوی. ښاغلی کرزی وروسته له هغې چې دهغه حکومت تیره میاشت دایټالوی خبریال په بدل کې بندی طالبان خوشی کړل، دا احتمال ردکړچې وائې په راتلونکی به داسی معامله ونکړی. یوافغان ترجمان چې دایټالوی خبریال سره یوځای تښتول شوی و،دیکشنبی په ورځ ورنه سرغوڅ کړی شو. افراطی طالبانو گواښ کړیدی ،که حکومت دطالبانو دوه قوماندانان خوشی نکړی نودوی به دپنځوافغانانو په شمول په شمول نور یرغمل کسان ووژنی .

XS
SM
MD
LG