د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په ختیځ کې په یوه ځانمرگی حمله کې اوه ‏(‎٧ ‏)‎ تنه پولیسان وژل شویدی


افغان مقامات وائې، یوځانمرگی چې دافغانستان په ختیځ کې ئې خپل ځان دپولیسودماموریت مخی ته په بم والوزاوه ، اوه تنه دپولیسو صاحب منصبان او یو ملکی کس ئې وواژه . پولیسان وائې، دغه پیښه نن دشنبی په ورځ دخوست په ولایت کې په هغه سیمه کې وشوه چې دپاکستان سره ختیځ سرحدته نژدی پرته ده . AFPاو رویټرخبری آژانسونه وائې، دطالبانو نطاقانو ددوی سره تماس نیولی دی او ددغې حملی مسؤلیت ئې په غاړه اخیستی دی . پولیسان وائې، په پخوانی پیښه کې دری تنه مشکوک افراطیان پرون دجمعی په شپه دغزنی دښارنه بهرپه داسی وخت کې ووژل شول چې چاودیدونکی مواد ئې لیږدول . پولیسان وائې، ښائې چې دوی غوښتل ځانمرگی حملی وکړی . دناټومامورانو دجمعی په ورځ داخبره هم وکړه چې دهلمند په ولایت کې دیاغی طالبانوسره په جنگ کې دبریتانی یوعسکر ووژل شواو دوه نورئې زخمیان شول . دناټو قواوی په روان کال کې داحتمالی تاوتریخوالی دزیاتیدولپاره تیاری نیسی . دوی لا پخوا په جنوب کې عملیات پیل کړی دی چې په یاغی طالبانوباندی ددوی د حملو نه دمخه گوزارورباندی گوزاروکړی .

XS
SM
MD
LG