د لاس رسي وړ اتصالات

اولمرټ او عباس په بیت المقدس کې غونډه وکړه


داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ او دفلسطین جمهوررئیس محمود عباس نن دیکشنبی په ورځ په بیت المقدس کې دپلان سره سم خپله لومړی عادی غونډه وکړه . دامریکا دبهرنیو چارو دوزیری کانډولیزا رائس دتیری میاشتی دسفر په وخت کې ښاغلې اولمرټ او ښاغلې عباس منلی وه چې په هرو دوهفتوکې به غونډه کوی . دهغه وخت نه راپدی خوا دالومړی ځل دی چې دښاغلی اولمرټ په استوگنځی کې دغه دواړه مشران خبری کوی . دفلسطین ماموران وائې، دوی توقع نلری چې په دغو خبرو کې دی زیات پرمختگ وشی . داسرائیلو مامورانو وویل، ښاغلئ اولمرټ غواړی چې په دغو خبرو کې داسرائیلو دعسکر په شمول چې تیرکال فلسطینی افراطیانو تښتولی و، امنیتی او بشری موضوعگانی راپورته کړی . یوې نطاقې وویل، ښاغلې اولمرټ به دفلسطین دراتلونکی دولت دحکومت دجوړښت په باره کې به هم خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG