د لاس رسي وړ اتصالات

د بی بی سی د خبریال مور او پلار د هغه د خوندیتوب په هکله اندیښنه وښودله


د بې بې سې د خبریال ایلن جانسن مور او پلار په ټولو غږ کړی دی چې که چیرې دده د ځوی د ځای ځایگي په هکله څه معلومات ولري د غزې چارواکو ته دې اطلاع ورکړي. د الن جانسن مور او پلار گراهام او مار گارت جانسن وایی چې ددوی کورني له دې نه تایید شوي رپوټ نه وروسته چې گواکې د هغوی زوی یوې نا اشنا فلسطیني جنگي ډلې وژلی، سخت په اندیښنه کې ده. دا ډله چې ځان د توحید الجهاد لوا وايي د یک شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی الن جانسن په دې سبب وژلی دی چې اسراییلو د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو نه ډډه وکړه. صایب اریکات د فلسطین د جمهو ر ریئس یو نژدې همکا ر وویل چې تر اوسه پورې داسې قوي شواهد تر لایه شوي نه دي چې دا ادعا تاییده کړي. ده زیاته کړه چې د الن جانسن برمته کیدل ټولو فلسطینیانو ته سخت تاوان پیښوي. اریکات وايي: مونږ داسې شواهد نه لرو چې خدای مکړه دی وژل شوی دی. دا یواځې اوازې دي. جمهور ریئس د ډیرو خلکو سره په غزې کې په تماس کې دی خو مونږ تر اوسه پورې دده د وژل کیدلو په هکله څه تایید شوي رپوټونه نه لرو. دا ډیر یو کور ورانونکې پېښه ده او ابو مازن خپله ټوله هڅه کوي چې الن جانسن خوشې شي. په یوې ځانگړي بیانیه کې چې د بی بی سی د خبري سازمان له خوا خپره شوې ده ویل شوي دي چې دا سازمان د فلسطینی او بریتانوي مقاماتو سره په گډه هڅه کوي تر څو ددغی اوازی درواغ او رښتیا معلوم کړي. دغه رپوټ تر اوسه پوری د چا له خوا په مستقله توگه تایید شوی نه دی. الن جانسن د مارچ په دولسمه په غزې کې یوې نا اشنا ډلې برمته کړ. خبریال الن جانسن چې د جگړو په ډگرونو کې ډیره زیاته تجربه لري د خپل ماموریت په وروستۍ پړاو کې ؤ او د مارچ په وروستیو کې په سیمه کې دده ماموریت پای ته رسیده. الن جانسن په غزه کې یواځنی بهرنی خبریال ؤ چې هلته دایمي هستوگڼه یې درلوده خو دلته د تیر کال را هیسې امنیت په تدریجي ډول خرابیږي. په وروستیو میاشتو کې ډیر شمیر ژورنالستان او د بشري خدماتو کارکونکي برمته شوي دي . خو دوی د یوې لنډې مودې وروسته بیرته خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG