د لاس رسي وړ اتصالات

دځانمرگی بم په چاودنه کې چې دافغانستان په شمال کې ئې کړیده،  نهه ‏(‎٩ ‏)‎ تنه  وژل شویدی


په افغانستان کې ماموران وائې، دهیواد په شمال کې ځانمرگی حمله شویده چې ٢٥ تنه پولیسان پکې وژل شویدی او ٢٥ تنه نورزخمیان دی . دکورنیو چارو دوزارت نطاق پرون ددوشنبی په ورځ وویل، دغه حمله دکندوز په ولایت کې دپولیسو دماموریت مخامخ شوی وه . کندوز دکابل شمال پلوته په ٢٥٠ کیلومتری کې پروت دی چې په دغه سیمه کې دافراطیانو حملی ډیر کمی دی . دغه ماموران وائې، دپولیسو صاحب منصبان دماموریت نه بهروو او تمرین ئې کاوه چې دغه حمله وشوه . یاغی طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی . دیکشنبی په ورځ دکندهار په ولایت کې یوځانمرگی بم اچونکی دیوامریکائې دامنیتی چارو دیو خصوصی شرکت څلور افغان کارکونکی په داسی وخت کې ووژل چې ددغه شرکت په کتارباندی ئې حمله وکړه . دشنبی په ورځ په ختیځ ولایت خوست کې دپولیسو دماموریت مخی ته ځانمرگی حمله شوی وه چې اوه تنه پولیسان پکې وژل شوی وو. تیرکال په افغانستان کې ځانمرگی حملی زیاتی شوی وی. دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری دائتلاف قواو دطالبانو رژیم پکې راوپرزاوه، په افغانستان کې دیاغی طالبانو حملی بیخی زیاتی شوی و.

XS
SM
MD
LG