د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی یاغیانو په خپله راکټونه جوړ کړي


د دغه اعلان ټیپ په اسلامی ویب پاڼه کی خپور شوی . ویل کیږی چی دغه ټیپ د عراق د اسلامی دولت د ډلی د مشر ابو عمرال بغدادی لخوا خپور شوی ، په دغه ډله کی په عراق کی د القاعدی گروپ هم گډون لری. په همدی ډول په همدی پاڼه کی د البغدادی ډلی ادعا کړی چی هغه شل کسه عراقی عسکر او پولیس به اعدام کړی چی د شنبی په ورځ یی برمته کړی ؤ او د هغوی عکسونه به په انټرنیټ کی خپاره کړی. د امریکی پوځ وایی چی اییتلافی قواوی وایی چی د بغداد په شاو خوا او د فلوجی په ښار کی د یو لړ عملیاتو په ترڅ کی اته تنه مشکوک تروریستان نیولی دی. د پوځ په یوه خبر لیک کی راغلی چی دغه عملیات نن پیل شول او گمان کیږی چی د دغو نیول شوو کسانو شپږ تنه د القاعدی په تیروریستی شبکی پوری تړلی وی. د دی خبر لیک له مخی دوه تنه نور یی گمان کیږی چی د هغو یاغی ډلو شره تړاو ولری چی د بغداد په سیمه کی د موټر بم چاودنی کوی. په یوه بیله پیښه کی پوځ وایی چی د دوشنبی په ورځ د بغداد شمال پلو یو لاری موټر چپه شو چی د نایتریک اسید ډبی او چاودیونکی مواد پکی بار ؤ، ویل کیږی چی د لاری موټروان پدی اعتراف کړی چی ده ته پیسی ورکړل شوی وی چی د بغداد شمال پلو د مشهدا په ښارگوټی کی د امریکایی او عراقی قواوو په مشترکه اډه باندی حمله وکړی. پوځ دا هم وویل چی د دوشنبی په ورځ د مخکنی راپور پر خلا ف هغه وژل شوی دری کسه چی گمان کیږده عراقی پولیس و او په دوستانه ډزو کی وژل شوی و،د تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چی هغوی عراقی پولیس نه ؤ

XS
SM
MD
LG