د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهارکی د ملگرو ملتونو د اداری یو موټر وچاودید


د ملگرو ملتونو اداری ویلی چی په دی حملی کی موټر بیخی تباه شوی او څلور تنه نیپالی قراردادیان او د دوی افغان موټروان پکی مړه شوی دی. د دی حملی مسولیت طا لبانو په غاړه اخیستی دی،ویل کیږی چی په تیر کال کی د کندهار په ولایت کی د طالبانو حملو زور اخیستی دی. د ملگرو ملتونو د اداری نطاق علیم صیدیقی وویل چی په ملکی خلکو باندی حملی کول د بشری قوانینو نه څرگنده سرغړونه ده. ده زیاته کړه چی ملگری ملتونه د دغی پیښی عاملین محکوموی. همدا شان په نورو ځایونو کی د مقاماتو په قول نن د هرات ولایت د لویدیځ پلو ښار کی په یوه ښونځی کی په چاودنه کی څلور ماشومان وژل شوی دی. په افغانستان کی د یاغیانو حملو په تیرو اتلس میاشتو کی زور نیولی دی.

XS
SM
MD
LG