د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا وايي  دافغانستان په مساېلو کې  داېران   ناسالمه لاسوهنه او درگېري زېاتېږى


دامرېکا د بهرنېو چارو په وزارت کې دجنوبى او مرکزى اسېا د چار و مرستېال رېچرډ بوچر نن خبرېالانو ته ووېل چې واشنگټن غواړى چې دا ووېنى چې اېران دافغانستان په بېارغونه کې هغه مثبت رول ته ادامه ورکړى چې په ٢٠٠١ مېلادى کې ېې د طالبانو له سقوط نه وروسته درلود. خو هغه وايي چې په افغانستان کې داېران د حکومت د سلوک او حرکاتو په باب د بش د حکومت اندېښنې زېاتېږى. هغه ووېل داېران په دې سلوک کې په سېاسى ساحوکې لاسوهنه شامله ده. پردې سر بېره، له طالبانو سره د اړېکو ساتلو او وسلو د ورکولو رپوټونه هم شته دى . د بوچر خبرې او تبصرې ېوه وروسته له هغه نه کېږى چې دامرېکا د پوځ مشر جنرال پېټر پېس ووېل دامرېکا قواوو په افغانستان کې داېران د ساخت وسلى چې سر تېرو طالبانو ته ور وړل کېدلې نېولى دى. جنرال پېس ووېل دا معلومه نده چې داېران کومې ادارې دغه وسلې لېږلى او اېا داېران حکومت پکى لاس درلود اوکه نه.

XS
SM
MD
LG