د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د حکومتی مقاتو د اقداماتو په خلاف د ژورنالستانو شکاېتونه ورځ په ورځ زېاتېږی


د افغانستان د پارلمان نه د باندی نن گڼ شمېر وکېلانو ژورنالستانو په ېوې تلوېزونی شبکی باندی د افغانستان د لوی څارنوال په امر د ېوه برېد په خلاف د اعتراض په توگه مظاهره وکړله، دا ننئ مظاهری په داسی حال کی وشوی چه د مطبوعاتو د ازادی د کمولو لپاره د افغانستان د حکومتی مقاتو د اقداماتو په خلاف د ژورنالستانو شکاېتونه ورځ په ورځ زېاتېږی، دسی شنبی په ورځ د طلوع په نامه د ېوه شخصی تلوېزون په ودانئ باندی پولېسو برېد وکړ،او ددغه تلوېزون خبرېالان او کارمندان ېې ووهل او زندان ته ېوړل، د امرېکی د ای پی خبری اژانس د راپور په اساس، ددغه اژانس څلور خبرېالان چه دپولېسو د برېد څارنه ېې کوله هم نېول شوی دی. د طلوع په خلاف ددغه برېد احکام لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ورکړی دی او د هغه اعتراض دا و چه نوموړي تلوېزون ېې له قوله غلطه خبره نشر کړی وه، د طلوع تلوېزون متصدېنو او مسولېنو ددغه برېد ډېره سخته غندنه کړی ده او واېې چه د داعمل د اساسی قانون د احکامو په خلاف ېو عمل دی، په نېوېارک کی د ژورنالستانو د ژغورنی سازمان پروټېک ژورنالستس هم دغه عمل غندلی دی او د حد نه زېات سخت عکس ا لعمل ېې بللی دی.نوموړی اداره دا تور هم لگوی چه د افغانستان حکومت اوس رو رو د مطبو عاتو ازادی تر پښو لاندی کوی.

XS
SM
MD
LG