د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په جنوب کې دناټو دوه عسکر وژل شویدی


نن دجمعی په ورځ دافغانستان په جنوب کې په دو بیلوبیلو چاودنوکې دناټو دوه عسکر وژل شویدی. ناټو پدی باب نورتوضیحات ندی ورکړی او دائې هم ندی ویلی چې هغوی دکوموملکونو وو. مگرهالنډ وروسته وویل چې په دغودووتنوکې یوئې هالنډی واو کله چې ئې دهلمند په ولایت کې گزمه کوله په یوه ځمکنې مائن باندی وخوت . هغه لومړی هالنډی عسکردی چې په افغانستان کې دجگړی په وخت وژل کیږی،که څه هم چې څونورهالنډی عسکرپه ځینو نورو پیښو کې چې جگړی نوی مړه شویدی . دهالنډ ددفاع دچارو مشر‏(‎جنرال ډیک برلین ‏)‎ وویل چې دا عسکر چې نن دجمعی په ورځ ووژل شوداشیل په نامه په نظامی عملیاتو کې شامل و. دناټو قواو دا عملیات تیره میاشت پیل کړی چې دناټو ۴٥٠٠ او دافغانستان یوزرعسکرو پکې برخه اخیستی ده او دوی غواړی هغه سیمی بیرته ترلاسه کړی چې یاغیانو دهلمند په ولایت کې نیولی دی .

XS
SM
MD
LG