د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان اوافغان قواو دجنجالی سرحدسره په یو بل باندی ډزی کړیدی


دپنجشنبی په ورځ دسرحد په هغې لیری پرتی سیمی کې دا نښته شوی وه چې دپاکستان جنوبی وزیرستان دافغانستان دپکتیکا له ولایت نه جدا کوی. دتلفاتوپه باره کې یوی خوا هم رپوټ ندی ورکړی . نن دجمعی په ورځ دپاکستان مامورانو په افغان عسکرو تورولگاوه چې بی له پارونی نه ئې ډزی شروع کړی . دپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت نطاقی تسنیم اسلم وائې، پاکستانی عسکرو دپیشنهادشوی اغزن سیم لپاره سیمه سروی کوله .ددغه اغزن سیم نه هدف دیاغی طالبانومخه نیول دی چې له سرحدنه دافغانستان خواته وانه وړی . میرمن تسنیم وائې: ١ دوی سیمه معلوموله چې ډزی ورباندی وشوی او داد منلو وړنده . دوی دپاکستان په خاوره کې وو. زموږ عسکر دپوره صبراوزغم نه کاراواخیست ،کیدای شول چې دوی په اسانی سره هغوی وولی مگر دوی دا کارونکړ. میرمن اسلم وائې، افغان مامورانو ددغې پیښی په هکله بخښنه وغوښتله. میرمن اسلم زیاتوی: ٢ دوی عفوی وغوښتله او وی ویل، داسی پیښه به بیا واقع نشی . موږ به ووینو که دوی خپله وعده پرځای نکړی نو موږ به متقابله عمل وکړو. لیکن د افغان مامورانو نظر ددغې پیښی په باب بیا شان دی . دافغانستان ددفاع وزارت دپنجشنبی په ورځ وویل، لومړی پاکستانی قواوډزی وکړی او هغه افغان عسکر ئې هدف ووچې هغه اغزن سیم ئې لیری کاوه چې لاپخوا پاکستان غزولی و. دافغانستان ددفاع وزارت وائې، دسه شنبی په ورځ هغې جنجالی سیمی ته ورسیدل او دجنجالی سیمې لږه برخه ئې ویجاړه کړه . دغه وزارت وائې، پاکستانی قواو دچهارشنبی په شپه دغه اغزن سیم غزولی واوکله چې دپنجشنبی په سهار افغان عسکر دغې سیمی ته ساتنه شول نو بیائې په دوی باندی ډزی وکړی . ددواړو متحدینو ترمنځ مخ په زیاتیدنکی نادریوکې داترټولووروستې نښته ده . افغان ماموران وائې، طالبانو په پاکستان کې دننه مرکزونه جوړکړیدی اوله سرحد نه په پرله پسی توگه را اوړی په افغان او بین المللی قواو باندی حملی کوی . دوی له پاکستان نه غواړی چې دطالبانو دراوښتلو مخه ونیسی . پاکستان دافغان مامورانو دا ادعاردوی او وائې، طالبان دپاکستان په خاوره کې هېڅ مهم مرکزنلری .مگر دامنی چې دسرحد دځنیوسیمونه په اخوا افغانستان کې حملی کیږی او پدی وروستیو وختو کې ئې اعلان کړیدی چې ددوه زره څلور سوه کیلومتر سرحد په ځینو سیمو کې اغزن سیم راتاووی . سره لدی چې افغانستان دسرحد دامنیت غوښتنه کوی خو داغزن سیم دتاوولو مخالف دی . ماموران وائې، دابه دسرحد ددواړو خواو اوسیدونکی قومونه په غیرعادلانه توگه وویشی . دټولونه مهمه دا ده چې کابل هم پخپله ددغې لیکې په سر جنجال لری چې بریتانی په ١٨٩٣ م کال کې کش کړیده .
XS
SM
MD
LG