د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو طرفدار یو قبایلي وایی چی اسامه بن لادن ته به پناه ورکړی


په پاکستان کی د طالبانو طرفدار یو قبایلي مشر چی ملا نذیر نومیږی او د پاکستان د حکومت ملاتړ ورسره دی وایی چی اسامه بن لادن ته به پناه ورکړی هغه نن د جنوبي وزیرستان په واڼه کی خبریالانو ته ووویل چی ده د القاعده دغه مشر هیڅ نه دی لیدلی . د اسامه بن لادن تروریستی شبکه د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر په یوولسمه په امریکا کی د تروریستي حملو چی په کی تقریبا ٣٠٠٠ خلک ووژل سول طراحه وه . مگر ملا نذیر وایی چی که بن لادن وغواړی چی د قبایلو د دود دستور سره سم ژوند وکړی نو هغه ته به پناه ورکړی . امریکا د بن لادن پر سر ٢٥ ملیون ډالره ایښي دي او هر هغه چاته یې ورکوی چی بن لادن مړ یا ژوندی په لاس ورکړی . او تل یې دا ویلي دي چی هغه به شاید چی په پاکستان کی پټ وی . ملا نذیر د قبایلي سیمو نه د ازبک او چیچین مبارزینو د ایستلو د هلو ځلو مشري کوی او په دې برخه کی یې د پاکستان د حکومت سره یوه جنجالي موافقه کړې ده . جمهور رئیس پرویز مشرف ددغو قبایلو ستاینه کړې چی په دې وروستیو وختو کی یې تقریبا ٣٠٠ خارجي مبارزین چی د القاعده سره تړاو لری وژلي دي

XS
SM
MD
LG