د لاس رسي وړ اتصالات

دقرغزستان دحکومت مخالفینو خپل احتجاج ځنډولی دی


دقرغزستان دحکومت د مخالفینو درئیس مرستیال قوبادبیگ بائبولف نن دجمعی په ورځ دخبریالانوسره په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې دنامعلوم وخت لپاره خپله احتجاجی مظاهره وځنډوله . ښاغلئ بائبولف وویل، مخالفینو دسوله ایزاو عدم تشدد احتجاجی مظاهری بندوبست کړی و. مگر هغه وویل، حکومت دهغه څه تیاری نیولی وچې دی ورته پارونکی اقدامات وائې:١ بائبولف وویل، دقرغزمقامات باید داحتجاجی مظاهرو ویډونه کارواخلی چې معلومه شی دښارپه مرکزکې دجمهوری ریاست ماڼۍ مخی ته چابلوگانوته لمن وهله . دقرغزستان صدراعظم الماس اتمبائف ددغو ناارامی پړه په مخالفینو په خاصه توگه دمخالفینو په افراطی مشر دجمهوررئیس باقیئف په پخوانی صدراعظم فیلکس کولوف باندی اچوی . دقرغزستان دخفیه پولیسو مامورانو په یوه لیکل شوی ویناکې وویل،ښاغلی کولف دخپل مرکز دمشر عمربیگ سوان علی ئف سره ېوځای دپوښتنو لپاره راوغوښتل شو. دقرغزستان دکورنیو چارو دوزارت له قوله دپولیسانودحملی په وخت کې څه دپاسه دیرش تنه نیول شویدی . دقرغزستان دعامې روغتیا وزارت وائې، دپولیسانو سره دنښتو په وخت کې اته تنه زخمیان شویدی چې څلورتنه ئې دسردزخمونو له کبله په روغتون کې بستری شوی وو. دروسېې تلویزن نن دجمعی په ورځ دبشکیک عکسونه وښودل چې بالکل دخلکونه خالی واو کارکونکولاری کوڅی له هغو شب نامونه پاکولی چې دجمهوررئیس باقی ئف داستعفئ غوښتنه پکې شوی وه . دوه کاله پخوا دی ته ورته احتجاجی مظاهرو په نتیجه کې باقی ئف قدرت ته رسیدلی وچې دهغه وخت جمهوررئیس عسکر اقائف ئې مجبورکړچې قدرت خوشی کړی .

XS
SM
MD
LG